د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيکا د کرنې رياست ته ګودام جوړ شو

د پکتيکا د کرنې رياست ته ګودام جوړ شو

Oct 02, 2011 - 16:18

ښرنه (پژواک ١٠ تله ٩٠): په ښرنه کې د ولايتي بيارغونې ډلې (پي. ار. ټي) په مالي مرسته د کرنې د رياست لپاره يو ګودام جوړ او ګټه اخيستنې ته وسپارل شو.

د پکتيکا ولايت د کرنې د رياست رييس حميدالله توخي پژواک خبري اژانس ته وويل، چي دغه ګودام د ولايتي بيارغوني د انجنيري ګروپ له خوا د ١٨٨زره امريکا يي ډالرو په لګښت، په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى .

نوموړي زياته کړه، دغه ګودام، چې د جوړولو چارې يې پنځه مياشتې مخکې پيل شوې وې، په ٨٠٠ متره مربع ځمکه کې جوړ شوى، اته متره لوړوالي او په يو وخت کي د ۵۰۰۰ ټنه غنمو د ځايولو وړتيا لري.

د ده په خبره، دوى له دې مخکې په خپل رياست کي د اصلاح شويو تخمونو او موادو لپاره کوم ګودام نه درلود، چي ډېر وخت به ياد مواد د زياتې ګرمۍ يا بارانونو له امله خرابېدل .

هغه پژواک ته وويل، چي دغه ګودام اوس هم د دوى لپاره بسنه نه کوي او دوى د کرنې او نشه يي توکو پر ضد له وزارتونو څخه د دوو نورو ګودامو د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.

د پکتيکا د والي مرستيال جمعه محمد ځدراڼ د دغه ګودام پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې له دې مخکې به له دغه ولايت سره شوې مرستې د ځاى د نشتوالي له امله نورو ولايتونو ته لېږل کېدې او يا به هم خرابېدې.

په ياد ولايت کې د ولايتي بيارغونې د ډلې د انجنيرۍ څانګې مشر هم په دې اړه پژواک ته وويل، چې دوى دغه ګودام په پکتيکا کې د کرنې د ودې په موخه جوړ کړى دى.

د هغه په خبره، دوى به راتلونکى هم د پکتيکا د کرنې له رياست او کروندګرو سره خپلې مرستې جاري وساتي؛ ځکه د دغه ولايت خلک کولاى شي، د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement