د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يو طالب قوماندان سره له خپلې لور ووژل شو

يو طالب قوماندان سره له خپلې لور ووژل شو

Oct 06, 2011 - 18:19

محمود راقي (پژواک ١٤مه ٩٠): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې ځايي چارواکي وايي، چې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې يو طالب قوماندان او د هغه لور وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بېګا شپه د مسکين په نوم د طالبانو د يوه ځايي قوماندان پر کور د بهرنيو ځواکونو له خوا عمليات شوي دي، چې په پايله کې يې نوموړى ووژل شو.

نوموړي زياته کړه، چې قوماندان مسکين د ځانمرګو بريدونو د واسکټونو په جوړولو کې مهارت درلود او د سيمې په کچه فعال او په مستقل ډول يې عمليات کول.

 هغه وايي، چې له دغه طالب سره يوځاى د هغه يوه اووه کلنه لور وژل شوې او يو پنځه کلن زوى او مشره خور يې ټپيان شوي دي.

د کاپيسا امنيه قوماندان سمونوال پاچاګل بختيار دغه پېښه تاييدوي او وايي، چې يوازې دوه تنه په کې وژل شوي او د ټپيانو په اړه معلومات نه لري.

د هغه په خبره، دغه طالب د کاپيسا او تګاب ترمنځ پر غځېدلي سړک ماينونه خښول او د ځانمرګو واسکټونو په جوړولو کې يې مهارت درلود.

امنيه قوماندان وايي، چې د مسکين په نوم ياد طالب د تګاب ولسوالۍ د قلعه ذال په کلي کې په خپل کور کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

په سيمه کې د فرانسوي ځواکونو وياند ډګروال ډيليپرال پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د شپې ناوخته دغه کلي ته د مسکين په نوم د طالب د نيولو په موخه عمليات کول، چې له نښتې سره مخ شول.

د هغه په وينا: ((له نښتې وروسته چې کله کور ته ورغلو، په خپله طالب او يوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې وه او يوه مېرمن په سخت ټپي حالت کې وه.))

نوموړي وويل، چې ټپي يې د درملنې په موخه د بګرام هوايي ډګر ته لېږدولې او له رغېدو وروسته به يې بېرته خپلې کورنۍ ته وسپاري.

د هغه په خبره، په دې عملياتو کې ورسره د افغان ملي اردو ځواکونو هم ملتيا کوله.

ډګروال ډيليپرال د پنځه کلن ماشوم د ټپي کېدو خبره رد کړه.

د قلعه ذال کلي اوسېدونکي حاجي عبدالحق پژواک ته وويل، چې د شپې پر دولس نيمو بجو پر دغه کور عمليات پيل شول، چې په ترڅ يې د سپکو وسلو ډزې واورېدل شوې.

هغه زياته کړه: ((موږ له وېرې په خپل کور کې غلي شو، خو له عملياتو لږ وروسته بهرنيو ځواکونو موږ راوغوښتو او د ټپيانو له ځان سره لېږدېدو په اړه يې راته وويل، چې له رغېدو وروسته به يې بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارو.))

د عبدالحق په وينا، وژل شوى طالب يو ځل مخکې هم د بهرنيو ځواکونو د چورلکې له خوا ويشتل شوى او ټپي و.

د سيمه ييزو طالبانو يو قوماندان هم د مسکين په نوم د ياد طالب د وژلو پخلى وکړ؛ خو په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement