د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کلنټن : له حقاني شبکې سره د خبرو اترو دروازې بندې نه دي

کلنټن : له حقاني شبکې سره د خبرو اترو دروازې بندې نه دي

Oct 12, 2011 - 12:11

 کابل (پژواک ٢٠ تله ٩٠ ) : دامريکا متحده ايالات وايي چې له حقاني ډلې سره د خبرو اترو دروازې بندې نه دي او دوى اوس هم له دغې شبکې سره د سولې د تړون لپاره تيار دي.

دغه څرګندونې دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن له بريتانوۍخبر رسولو ادارې ( رايټرز) سره ديوې ځانګړې مرکې پر مهال کړي، چې نن دتلې په ٢٠مه، خپره شوې ده.

مېرمن کلنټن ديوې پوښتنې په ځواب کې،چې ايا د حقاني شبکې غړي له افغان حکومت سره د سولې لپاره تيارېداى شي وويل : (( زموږ اوس هم همدا دريځ دى ، چې د حقاني ډلې ترڅنګ نورو وسلوالو ډلو ته هم دخپلو مخالفينو په سترګه ګورو،څوک چې امريکايانو، افغانانو او په افغانستان زموږ نورو متحدينو لپاره يو ګواښ دي، خو موږ د ستونزې د هواري لپاره خپلې دروازې نه دي بندې کړي.))

هغې زياته کړې ، چې دا به له وخت څخه مخکې وي، چې ايا د حقاني شبکې او يا له نورو وسلوالو ډلو څخه به څوک د سولې لپاره چمتو شي که نه؟

که څه هم مېرمن کلنټن د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سولې خبره هم کوي، خو په ورته وخت کې يې ټينګار وکړ،چې په افغانستان کې به پوځي عمليات دوام ولري، څو پر وسلوالو مخالفينو فشار واچول شي او سولې ته  اماده شي.

هغې زياته کړې :(( دا هم حقيقت دى چې موږ د هغوى د وژلو، نيولو او له مخالفت څخه د لاس اخيستلو لپاره پرې زيات فشار اچوو، خو وسلوال مخالفين هم هڅه کوي،چې امريکايان، افغانان او نور اتحادي سرتېري ووژني.))

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره وايي چې د  روانې جګړې پر مهال په ځينو سيمو کې جګړې کېږي او په همدې حال کې خبرې اترې هم روانې وي، کله اوربند وشي او کله بيا خبرو ته ادامه ورکړل  شي.

مېرمن کلنټن که څه هم په زغرده ونه ويل چې د حقاني ډله به ترهګره ډله وګرځول شي، خو زياته يې کړه چې امريکا به د امن او سولې لپاره په ټولو لارو چارو غور کوي.

په همدې حال کې مېرمن کلنټن له امريکايي خبري اژانس اسيوشيتيد پرس  سره په يوه مرکه کې ويلي، چې افغان حکومت به له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي، ترڅو وسلوال طالبان د سولې خبرو اترو ته چمتوکړي.

مېرمن کلنټن وايي ، چې د سولې د عالي شورا د مشر استاد برهان الدين رباني له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې د خلکو راپاريدلي جذبات د پوهېدو وړ دي.

نوموړې زياته کړې، چې د سولې هڅو ته د ادامې ورکولو په موخه ددوى ځانګړى استازى د افغانستان ، پاکستان او سيمې په سفر وتلى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې د حقاني شبکې ترڅنګ له نورو مخالفينو سره د خبرو اترو اشاره په داسې حال کې کړې، چې په کابل کې دامريکا پر سفارت دتېرې مياشتې له شوي بريد وروسته امريکا ددې بريدونو مسووليت پر حقاني شبکې اچولى دى.

د امريکا د پوځ پخواني مشر مايک مولن هغه مهال ويلي و،چې د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى ) ښى لاس او مټ دى او دهغوى په مرسته ترهګريز کارونه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement