د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په زابل کې پنځه ټنه چاودېدونکي توکي ونيول شول

په زابل کې پنځه ټنه چاودېدونکي توکي ونيول شول

Oct 15, 2011 - 14:46

کلات (پژواک ٢٣ تله٩٠): د زابل ولايت چارواکي وايي، چې د ګډو ځواکونو په دوو بېلو عملياتو کې ٥٠٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او دوه طالبان له خپلو وسلو سره نيول شوي دي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې يې ٩٠ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړي دي.

رسوليار وايي، چې دغه چاودېدونکي توکي د مخالفينو له خوا د يوې غرنۍ سيمې په يوه سمڅه کې ځاى پرځاى شوي وو.

د ده د معلوماتو له مخې، په چادېدونکو توکو کې ٣٠ بورۍ باروت او پاتې ٦٠ نورې امونيم نايتريت شامل دي، چې په وينا يې مخالفينو ترې د ورانکارو کړنو او د سړک د غاړې د ماين په چاودنو کې ګټه اخيسته.

دغه راز د زابل ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي، چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د زابل د شاه جوى ولسوالۍ په ګاجوي کلي کې عمليات کړي دي.

د فراهي په وينا، په دغو عملياتو کې دوه طالبان له درې ميله وسلو سره د دولتي ځواکونو له لورې نيول شوي دي.

ده وويل، امنيتي ځواکونو ٣ بوشکې چاودېدونکي توکي، چې طالبانو د سړک د غاړې په ماينونو کې ترې کار اخيست، هم نيولي دي.

خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement