د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کرکټ اسيايي شورا افغان لوبڅاران او روزونکي روزي

د کرکټ اسيايي شورا افغان لوبڅاران او روزونکي روزي

Oct 16, 2011 - 11:51

کابل ( پژواک ٢٤ تله ٩٠ ) : د افغانستان کرکټ بورډ په غوښتنه به د کرکټ اسيايي شورا افغان کرکټ لوبغاړو ته د روزونکي  (Coaching) او لوبڅارنې په برخه کې روزنه ورکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د پرمختيايي چارو مسوول ډاکټر نورمحمدمراد وايي چې اوس افغانستان د ګوتو په شمار دکرکټ روزونکي لري، نو له دې امله کرکټ بورډ هڅه وکړه ، چې د کرکټ اسيايي شورا په مرسته افغان لوبغاړو ته روزنه ورکړي .

هغه د تلې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روزنې ددې پروسې له مخې به لومړى له هر ولايت څخه يوتن تکړه لوبغاړی کرکټ بورډ ته معرفي کېږي او په کرکټ بورډ کې به دوى ته درې ورځې روزنه ورکول  شي.

د نوموړي په وينا، تر يوې ازموينې وروسته به بريالي شوي کسان د روزونکي د روزولو په پروګرام کې ، چې د کرکټ اسيايي شورا له لوري ورکول کېږي، ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر نسيم الله دانش په افغانستان کې د روزونکيو او لوبڅارانو لپاره د ورته روزنيز پروګرام په لاره اچول د کرکټ پرمختګ پر لور يو نوی ګام وباله .

هغه زياتوي ، چې تر روزنې وروسته به دا لوبغاړي وکولی شي،چې د خپلو ولايتونو د لوبډلو روزنه پر غاړه ولري.

د دانش په وينا، دافغانستان کرکټ بورډ به د دې جوګه شي، چې د کرکټ اسيايي شورا په کچه د کرکټ روزونکي او لوبڅاران ولري.

نوموړى وايي چې د روزنکيو لپاره به دغه روزنيز پروګرام  د تلې په ٢٩مه، پيل او تر يوې اونۍ پورې به دوام وکړي.

د يادونې ده، چې په افغانستان کې دا  لومړی ځل دى ، چې د کرکټ د روزونکيو لپاره د اسيا په کچه روزنه ورکول کېږي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement