ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په پولو کې د چاڼيزو عملياتو پيلېدو خبر ورکړل شو

د هېواد په پولو کې د چاڼيزو عملياتو پيلېدو خبر ورکړل شو

کابل ( پژواک ٢٦ تله ٩٠): د هېواد د ملي دفاع وزير د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه د پاکولو په موخه د هېواد په پولو کې د چاڼيزو عملياتو د پيل خبر ورکړ.

د ملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ، چې نن (د تلې ٢٦ مه) يې په يوې خبري ناسته کې خبرې کولې، د دغو عملياتو د پيل نېټه په ډاګه نه کړه، خو و يې ويل، چې دغه عمليات د هېواد په ختيځ او سوېل کې، چې په دې وروستيو کې د نا امنيو يو لړ پېښې په کې رامنځته شوې، پيل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو، ملي پوليس او ايساف ځواکونه برخه لري.

نوموړي د دغو عملياتو د ترسره کېدو موخه د احتمالي ګواښونو شنډول وباله، چې په دغو سيمو کې شتون لري.

وردګ وويل، مخکې له دې چې دښمن اقدام وکړي، بايد له منځه يوړل شي او يا خپلو اصلي مرکزونو ته په شا وتمبول شي.

د وسلوال پوځ لوى درستيز شېرمحمد کريمي په ياده خبري ناسته کې وويل، چې دغه عمليات د چاقو د څوکې په نوم په لاره اچول شوي او موخه يې د وسلوالو مخالفينو او په ځانګړي توګه پر حقاني شبکې پورې اړوند د جنګياليو له شتون د پولو پاکول دي.

کريمي زياته کړه، چې دغه مخالفين د هېواد په پولو کې فعاليت لري او داوړو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) ته يې ستونزې پيدا کړې دي.

د وسلوال پوځ لوى درستيز څرګنده کړه، چې دغه عمليات د اميد تر نوم لاندې د عملياتو دوام دى، چې تېر کال پيل شوي او تر اوسه دوام لري او په بېلابېلو پړاوونو کې ورباندې له سره غور کېږي.

د ملي دفاع وزير د افغانستان پر خاوره د پاکستان له خوا د توغندويو د بريدونو په اړه د ولسمشر د خبرو د تناقض خبره رد کړه او ويې ويل: ((هغه څه ولسمشر ويلي او هغه څه چې موږ ويلي دي، هېڅ ډول تناقض په کې نه ليدل کېږي.))

نوموړي زياته کړه، هر کله چې اړوند چارواکي سپارښتنه وکړي، د ملي دفاع وزارت د هېواد دفاع ته چمتو دى او له هېڅ ډول سرښندنې څخه به دريغ ونه کړي.

نوموړي د پاکستاني له چارواکو سره د اړيکو په اړه وويل: ((پاکستاني چارواکو موږ ته وويل، چې ښايي په تېروتنې سره کومه مرمۍ توغول شوې وي، خو قطعاً دا ډول مسايل زموږ په فکر کې نشته.))

د ملي دفاع وزير په دغې خبري ناسته کې د يوه ميکانيزم د جوړولو لپاره د حکومت له هڅو خبر ورکړ، چې له مخې به يې دا ډول مسئلې په سوله ييز چاپېريال کې هوارې شي.

ستر جنرال عبدالرحيم وردګ د وسايطو او تجهيزاتو په اړه، چې د ملي اردو په واک کې دي، وويل: ((وسلې، وسايط او هغه تجهيزات چې د ملي اردو په واک کې دي او يا هم په راتلونکي کې به ورکړل شي، د يو غير منظمې جګړې يعنې اوسني ګواښونه، چې هېواد ورسره مخ دى، ګټور و اوسي.))

خو نوموړي وويل، چې ملي اردو اوسمهال د يوه منظم جنګ او يا هم د بهرني تيري د مخنيوي لپاره درنو وسلو او د هوايي ځواک په برخه کې ښکاري الوتکو، دافع هوا او درنو زرهي وسلو ته اړتيا لري.

د نوموړي په وينا، په افغانستان کې د اوږد مهال امنيت د ټينګښت يواځېنۍ لاره د هېواد د امنيتي ځواکونو پياوړتيا ده.

وردګ وويل: ((يو داسې افغانستان، چې له پوځي اړخه ځواکمن او پياوړى وي، نه يواځې چې خپل امنيت به ټينګ کړي، بلکې د سيمې د امنيت او سولې لپاره به هم ګټور و اوسي.))

د کنفرانس په پاى کې هغه وسلې، وسايط او پوځي او زرهي تجهيزات، چې د ملي اردو په واک کې دي، نندارې ته وړاندې شول.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.