جلال اباد ( پژواک ٢٧ تله ٩٠ ) : تېره شپه د جلال اباد ښار په غلجي پلازه کې ، چې د ولايت مقام په ٥٠٠ مترۍ کې پرته ده ، د دوو نامسووله وسلوالو ډلو ترمنځ د نښتې له امله ٧ تنه ټپيان شول.
پېښه د غلجي پلازې د ملکيت پر سر رامنځته شوې، چې د حکومت د بې پروايۍ له امله دې پېښې په ښاريانو کې وېره خپره کړې ده.
د غلجي پلازې يو تن اوسېدونکي محمد جميل د تلې په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شپې ١١ بجې له خپلو ملګرو سره په خبرو بوخت و ، چې دغه څلور پوړيزه مارکېټ ته لسګونه وسلوال راننوتل ، لومړۍ يې د دوى په وهلو پيل وکړ او وروسته يې ډزې پيل کړې.
هغه زياته کړه چې دى او ملګري يې د ياد مارکېټ پاکوونکي دي.
د نوموړي په وينا، په ډزو کې يې ٥ ملګري ټپيان شول او پر وينا يې چې پوليس د پېښې ځاى ته نيم ساعت وروسته راورسېدل.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد سلطاني په امنيه قوماندانۍ کې د پېښې د تاييد ترڅنګ خبريالانو ته وويل چې نښته تېره شپه د مارکېټ د مالک حاجي ادريس او له هغه سره د يو بل حقوقي دعوه دار رييس شمال ترمنځ د يوې دعوې په پايله کې رامنځته شوه.
نوموړى وايي چې د دواړو غاړو ددعوې دوسيه په محکمه کې پرته ده او دوى ته يې ډاډ ورکړى و، چې د محکمې له پرېکړې مخکې به په يو بل بريد نه کوي.
سلطاني زياته کړه : ((زموږ پوليس څو ځله سيمې ته تللي و، څوک يې نه و پيدا کړي بدبختانه وسلواله نښته رامنځته شوې وه.))
امنيه قوماندان وويل چې دپېښې په تړاو يې درې تنه نيولي او له دواړو غاړو څخه ٧ تنه ټپيان شوي دي.
نوموړي د يادو وسلوالو په اړه وويل چې د وسلو سندونه لري، خو پر وينا يې د ډزو کولو حق نه لري.
دا چې د ننګرهار ولسونه او جلال اباد ښاريان د نامسووله وسلوالو څخه تر پوزې راغلي او وخت ناوخته امنيتي چارواکي په جلال اباد ښار کې د نامسووله وسلوالو ډلو له موجوديت څخه انکار کوي د ژورنالېستانوله لوري ددغې پوښتنې په راپورته کولو امنيه قوماندان سردار محمدسلطاني هيجاني شو ، پرته له دې چې د ژورنالېستانو پوښتنو اواندېښنو ته ځواب ووايي خبري کنفرانس يې په دې خبره پرېښود : (( زه وخت نه لرم.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل چې د ننګرهار ملکي روغتون ته ٦ تنه ټپيان راوړل شوي، چې درې تنه يې په بستر کې دي.
ياده پېښه د شپې په ١١ بجو رامنځته او په پاوکم دولس بجو هغه مهال پاى ته ورسېده، چې والي ګل اغا شېرزى د پېښې ځاى ته راغى.
د يادونې ده ، چې په غلجي پلازه کې د پژواک اژانس د دفتر ترڅنګ د نورو خبري ادارو او خيريه موسسو دفترونه هم شتون لري، چې د سلام وطندار،بست باستان خبري اژانس او پژواک خبري اژانس دفترونه هم په مرميو لګېدلي دي.
بايد وويل شي ، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال او د مشرانو جرګې رييس په جلال اباد ښار کې د نا مسووله وسلوالو د شتون په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن