لښکرګاه(پژواک٢٩تله٩٠) : د هلمند ولايت چارواکي وايي ، چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ، چې د سنګين او کجکې ولسواليو ترمنځ سيمه کې روان دي، تردې مهاله ٢١ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند محمد داوود احمدي په وينا ، چې په دې عملياتو كې ، چې له څلورو ورځو راهيسې روان دي د امريكا سمندري ځواكونه او د ملي اردوسرتېري برخه لري ، چې د كجكي ولسوالى د بشپړې تصفيې په موخه پيل شوي دي.
نوموړى وايي ، چې په دې عملياتوكې تردې مهاله ۴۵حلقې ځمكني ماينونه هم ګډو ځواكونو كشف اوشنډ كړي دي.
دى وايي چې دا عمليات منظم او اعلان شوي نه و، خو له مخالفينو څخه د كجكي او ځينو نورو سيمو د تصفيې په موخه د ګډو ځواکونو له خوا پيل شوي دي .
احمدي وايي، چې د سنګين او كجكي تر منځ پر لاره كار روان دى ، تر څو له ماينونو پاكه او د جوړونې چارې يې پيل شي.
بل پلو په هلمند كې د ۲۱۵ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفترڅخه خپره شوې خبرپاڼه وايي ، چې په دې عملياتوكې د ملي اردو يوسرتېرى هم وژل شوى او امنيتي ځواكونه دا مهال له سنګين څخه تركجكي ولسوالى پورې د غځېدلې لارې پرسرد امنيتي پوستو په جوړولو بوخت دي.
ددې عملياتو په اړه وسلوالو طالبانو تردې مهاله څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن