کابل (پژواک د لړم لومړۍ نېټه٩٠):په افغانستان کې د تري جي ( 3G) سيسټم له لارې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه تر اوسه شپږو نړيوالو شرکتونو وړانديزونه کړي دي .
دا څرګندونې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ سرپرست وزير انجنير اميرزي سنګين د لړم په لومړۍ نېټه ، پژواک خبري اژانس ته وکړې .
تري جي د انالوګ او ډيجيټل د مخابراتي خدمتونو د سيسټمونو په پرتله ډېر پرمختللى سيسټم دى او له لارې يې کېداى شي، چې انټرنټي خدمتونه د ګرځنده ټېلېفونونو له لارې په ډېر لوړ کيفيت سره وړاندې شي.
د سنګين د څرګندونو له مخې، ياد شوي شپږ شرکتونه د امريکا ، اروپايي او منځني ختيځ هېوادونو اړوند دي .
هغه هيله يې وښوده ، چې يوشمېر نور شرکتونه هم خپل وړانديزونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته وسپاري .
هغه وويل چې په دې موخه په نړيواله کچه د داوطلبۍ اعلان شوى او لېوال شرکتونه کولاى شي د راتلونکې مياشتې ( نومبر ) تر پنځلسمې خپل وړانديزونه ياد شوي وزارت ته ورکړي .
سنګين زياته کړه چې ديادې مودې په پاى ته رسېدو سره به ترلاسه شوي وړانديزونه د يوې مياشتې په موده کې وارزول شي او بيا به ګټونکي اعلان شي .
دده په وينا، په پام کې ده چې په راتلونکيو شپږو مياشتو کې د هېواد په لويو ښارونو کې د تري جي له سيسټم څخه عملاً ګټه واخيستل شي .
دغه راز سرچينې زياته کړه، چې د تري جي د سيسټم له لارې کېداى شي، د ګرځنده ټېلېفونونو لرونکي يو له بل سره انځوريزې اړيکې هم ټينګې کړي.
دا مهال په هېواد کې د مخابراتو په سکټور کې شاوخوا ١،٧ ميليارده امريکايي ډالره پانګونه شوې ده .
سنګين وايي : (( په پام کې ده چې د تري جي سيسټم په فعالېدو سره همدومره نوره پانګونه هم وشي .))
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې مشر انجنير خيرمحمد فيضي وايي چې په مخابراتي خدمتونو کې د (تري جي) له ټکنالوجۍ څخه استفاده کول د نوري فايبر له پروژې سره مستقيم تړاو لري .
هغه پژواک ته وويل ، چې اوس په افغانستان کې د نوري فايبر پروژه دې کچې ته رسېدلې، چې د تري جي مخابراتي خدمتونه يې له لارې وړاندې شي.
د نوري فايبر پروژه، چې ٧٠ ميليون ډالره لګښت لري، د ياد شوي وزارت له خوا په ١٣٨٦ کې پيل شوې ده.
فيضي وايي چې اوس د نوري فايبر کېبل له ايران، تاجکستان، ازبکستان او پاکستان سره نښلول شوى او په هېواد کې دې پروژې ١٦ ولايتونه تر پوښښ لاندې راوستي دي.
دا مهال په افغانستان کې د افغان بيسيم، روشن، ام ټي ان او اتصالاتو خصوصي او افغان ټيلي کام نيمه دولتي مخابراتي شرکتونه د جي اس ام او ډيجيټل سيسټم له لارې فعاليت کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې ، په هېواد کې فعال مخابراتي شرکتونه ټولټال شاوخوا ١٧ ميليونه مشترکين لري او د هېواد شاوخوا ٨٠ سلنه سيمه يې تر پوښښ لاندې راوستې ده .
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن