کابل (پژواک ٢ لړم ٩٠): د پولنډ دفاع وزارت اعلان کړى، چې په افغانستان کې يې دوو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د دغه هېواد دفاع وزارت د لړم په دويمه څرګنده کړه، چې يادو سرتېرو ته يې په غزني ولايت کې د سړک د غاړې په ماين چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي هېواد دفاع وزارت ويلي، چې په چاودنه کې د دوى يوه سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړى او بل ټپي شوى دى، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
بلخوا په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پرون يې د افغانستان په ختيځ کې يو سرتېرى وژل شوى دى.
سرچينې د پېښې کره ځاى او د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاګه کړى.
خو بايد وويل شي، چې ايساف غزني ولايت هم په ختيځه سيمه کې شمېري.
پولنډ د ايساف تر چتر لاندې په افغانستان کې ٢٥٨٠ سرتېري لري، چې په غزني ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٣٠ سرتېري وژل شوي دي.
د يادونې ده، چې د روان زيږديز کال له پيل څخه راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېر ٤٩٣ تنو ته ورسېد.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن