کابل ( پژواک د لړم ٧مه ٩٠ ) : د کابل په ننني ځانمرګي بريد کې درې ملکي وګړي او يو پوليس وژل شوي دي ، ايساف خپله مرګ ژوبله مني، خو کره شمېره نه ښيي.
يوه ځانمرګي بريد کوونکي له نن غرمې مخکې ٣٠:١١ بجې د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک د ايتلافي ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد وکړ.
د کورنيو چارو وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ، چې ياد شوي ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکيو توکيو د ډک کرولا موټر په وسيله دغه بريد ترسره کړى ، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي دي .
د ايساف مطبوعاتي دفترهم پژواک خبري اژانس ته ويلي ، چې په دې بريد کې ددوى سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ونه ښوده.
همدارنګه د استقلال روغتون مشر ډاکټر علي اېشان وايي چې له ياد بريد څخه اته ټپيان او دوه مړي دې روغتون ته وروړل شوي دي .
دى وايي چې په وژل شويو کسانو کې يو پوليس او يو ملکي وګړى او په ټپيانو کې دوه ماشومانو او شپږ نارينه شامل دي .
خو په سيمه کې عيني شاهدانو پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې بريد کې ٩ تنه وژل شوي دي .
يوه عيني شاهد ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي او د پېښې پر مهال له سيمې تېرېده ، پژواک ته وويل : ” د څلورو بهرنيو سرتېرو مړي مې له چاودنې وروسته پر سړک وليدل.”
همدارنګه نوموړي وويل چې په دې پېښه کې يو ماشوم ، يوه ښځه او دوه نارينه وژل شوي دي .
د کابل ښار د ننني ځانمرګي بريد مسووليت طالبانو پرغاړه اخيستى دى .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل چې دعبدالرحمن هزاربز په نامه د دوى يوه طالب په کابل ښار کې د بهرنيو ځواکونو يو بس موټر په نښه کړى دى .
هغه ادعا وکړه، چې په دې بريد کې ٢٥ بهرنيان او يو عام وګړى وژل شوي او درې نور ملکي وګړي ټپيان دي.
دغه بريد د ملي شورا د الحاقيه ودانۍ په شاوخوا ٢٠٠ متره واټن شوى او د يادې ودانۍ ځينې ښيښې هم ماتې شوې دي .
د بريد پر مهال د ولسي جرګې په الحاقيه ودانۍ کې په بغلان کې د ولسي جرګې غړيو او ورسره وژل شويو کسانو په ياد غونډه روانه وه، خو ګډه وډه شوه .
د ١٣٨٦ کال د لړم په ١٦مه د يوه ځانمرګي بريد له امله، په بغلان کې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون د ٦ غړيو په ګډون، ٥ تنه د وکيلانو ساتونکي او ٧٤ تنه د ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن