ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ايرانى وګړى د هيروئينو د قاچاق په جرم په ٢٠ کاله بند محکوم شو

يو ايرانى وګړى د هيروئينو د قاچاق په جرم په ٢٠ کاله بند محکوم شو

author avatar
29 Oct 2011 - 12:36
يو ايرانى وګړى د هيروئينو د قاچاق په جرم په ٢٠ کاله بند محکوم شو
author avatar
29 Oct 2011 - 12:36

کابل ( پژواک ٧ لړم ٩٠ ) : له مسکراتو او نشه يي توکيو سره د مبارزې استيناف محکمې يو ايرانى وګړى د هيروئينو د قاچاق په جرم په ٢٠ کاله بند محکوم کړ.

له مسکراتو او نشه يي توکيو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند احمد خالد مؤحد نن ( دلړم ٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ايرانى وګړى څه موده مخکې د نيمروز ولايت د ورېښمو پله په  سرحدي سيمه کې د پوليسو له خوا نيول شوى و.

مؤحد زياته کړه چې له دې تن څخه ٩٠ کيلو ګرامه هيروئين ، چې هغه يې د خپل باروړونکي موټر په منځ کې ځاى پر ځاى کړي و او ايران ته يې لېږدول ، کشف او ترلاسه شول .

ددې مرکز وياند وايي چې د مؤظف څارنوال د معلوماتو له مخې، تورن تن له اتو کلونو راهيسې په خپل باروړونکي موټر کې ، چې همدى يې خاوند او چلوونکى دى، د خلکو مالونه له افغانستان څخه ايران او برعکس لېږدل او څو ځلي يې له پولې هاخوا ( ايران ) ته څو ځلي نشه يي توکي هم لېږدولي دي .

دهغه په وينا ، دغه ٤٠ کلن ايرانى وګړى له دې سره سره چې په خپلو لومړنيو څېړنو او قضايي جلسه کې پر خپل کار پښېماني نه ده ښودلې او اعتراف يې کړى، چې يو کيلوګرام نشه يي توکي يې د شپېته زره ايراني تومانو په بدل کې له نيمروز ولايت څخه د ايران پلازمېنې تهران ښار ته لېږدول .

 سرچينه وايي؛ له دې سره سره چې د څېړنې پر مهال نوموړي ته د مسکراتو او نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې ٦٤ مه ماده ولوستل شوه ، چې د قاچاق وړونکيو هويت په ډاګه کړي ، څو دهغه په بند کې کموالى راشي ، خو نوموړي د قاچاق وړونکيو د هويت په ډاګه کولو او د مسکراتو د جرمونو د څېړنې له رياست سره يې ددې کسانو په نيول کېدو کې له همکارۍ ډډه وکړه .

مؤحد زياته کړه چې قضايي پلاوي دغه ايرانى وګړى د الزامي دلايلو او د مسکراتو او نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې قانون د مادو په رڼا کې په شل کاله بند محکوم کړ.

د يادونې ده ، چې په روان کال کې دوه ايرانۍ مېرمنې ، يو تاجکى او يو پاکستانى وګړي د مسکراتو او نشه يي توکيو جرمونو د استيناف محکمې له خوا د نشه يي توکيو د قاچاق په تور په مجازاتو محکوم شوي دي .

 له دې سره سره ، د روان کال په اوږدو کې ٣٣٥ افغانان هم د همدې محکمې له خوا په بېلابېلو بندونو محکوم شوي او څلورو تنو برائت ترلاسه کړى دى .

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.