ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى د پاکستان له ولسمشر سره په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې کوي

حامد کرزى د پاکستان له ولسمشر سره په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې کوي

author avatar
1 Nov 2011 - 13:19
حامد کرزى د پاکستان له ولسمشر سره په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې کوي
author avatar
1 Nov 2011 - 13:19

استانبول ( پژواک ١٠لړم ٩٠ ): حامد کرزى به د افغانستان ، پاکستان او ترکيې د ولسمشرانو په غونډه کې له پاکستان سره د افغانستان د سولې ، له دې هېواد څخه پر افغانستان د راکټي بريدونو او د برهان الدين رباني د وژنې د موضوع د څېړلو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د جمهوري رياست وياند اېمل فيضي د ترکيې په استانبول ښار کې وويل چې ولسشمر حامد کرزي دغه څرګندونې نن د ترکيې له ولسمشر عبدالله ګل سره په ليدنه کې وکړې .

کرزي ويلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې مهم رول لرلى شي ، نو ځکه به يې له ولسمشر سره په دې اړه خبرې وکړي.

پاکستان د افغانستان د دولت له وسلوالو مخالفينو سره په مرسته تورن دى او له تېرو څو مياشتې راهيسې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو په وقفه يي ډول راکټي بريدونه کيږي،چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

خو پاکستان تل د افغان دولت  له وسلوالو مخالفينو سره د مرستې تورونه رد کړي او وايي چې راکټي بريدونه يې هم نه دي کړي .

فيضي وويل چې  ولسمشر حامد کرزى به په ياده درې اړخيزه غونډه کې د پاکستان له ولسمشر څخه په جدي توګه وغواړي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر  استاد برهان الدين  رباني د وژل کېدو د قضيې په څېړنه کې مرسته وکړي.

استاد رباني د وږي په ٢٩مه په کابل کې د يو تن لخوا ، چې ځان يې د سولې د خبرو لپاره د وسلوالو طالبانو استازى معرفى کاوه ، په ځانمرګي بريد کې ووژل شو . 

افغان چارواکي وايي، داسې اسناد يې تر لاسه کړي ، چې پر استاد رباني بريد د پاکستان د کوېټې په ښار کې جوړ شوى او دغه اسناد يې پاکستان ته سپارلي دي .

ياده درې اړخيزه غونډه دا مهال ( د افغانستان په وخت شاوخوا يوه بجه ) پيليږي .

ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د درېيو هېوادونو ترمنځ د شته اقتصادي، سياسي او امنيتي همکاريو پر پراختيا خبرې وشي.

دغه راز په پام کې ده چې د درېيو واړو هېوادونو دکورنيو چارو وزيران او لوى درستيزان هم په ترکيه کې ځانګړې ناستې ولري .

د افغانستان ولسمشر د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ په ياده درې اړخيزه غونډه او د استانبول د سيمه ييزو همکاريو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکيې ته تللى .

 ټاکل شوې ده، چې د استانبول د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د سيمې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د باور فضا د پيدا کېدو په موخه د لړم په ١١مه  د ترکيې  په استانبول ښار کې جوړ شي.

په دې کنفرانس کې به  د امريکا، فرانسې ،انګلستان ، هندوستان، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسياد هېوادونو، په ګډون د ١٥ هېوادونو استازي  ګډون وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.