ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د استانبول غونډه د بن د دويم کنفرانس پيلامه وبلل شوه

author avatar
1 Nov 2011 - 18:43
author avatar
1 Nov 2011 - 18:43

کابل (پژواک ١٠ لړم ٩٠): د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسيون د استانبول د سيمه ييزې ناستې لپاره ځانګړې غوښتنې وړاندې او وايي، چې دا ناسته د بُن د دويمې غونډې لپاره پيلامه ده.

اټکل کېږي، چې د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس سبا (د لړم ١١مه) د ترکيې په استانبول ښار کې د سيمې او مرکزي اسيا په هېوادونو کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې د همکاريو د زياتوالي په موخه، د باور فضا د رامنځ ته کولو په خاطر جوړ شي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې او د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاعي چارو کمېسيون مشرې په نننۍ(د لړم ١٠مه) غونډه کې وويل، چې دې کمېسيون ١٢ موضوع ګانې د استانبول کنفرانس ته وړاندې کړې دي.

په دې وړانديزونو کې، د سوله ييز سياست غوره کول او د افغانستان په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه، د متقابل احترام په پام کې نيول، سوله ييز ګډ ژوند، له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې او له دوه مخيزو سياستونو څخه ځان ساتل، چې مقطعي او زيان رسوونکي دي، شامل دي.

په ياد شوي وړانديز کې له ګډونوالو څخه غوښتل شوي دي، څو له ترهګرۍ او سيمه ييزې بنسټپالنې سره د مبارزې په ډګر کې انډول وساتي، ګډې  اقتصادي، کولتوري، سياسي او اجتماعي ګټې په ګوته او وپېژني، د سولې له پروسې څخه ملاتړ او په افغانستان کې د امنيت پر ټينګېدو ټينګار وکړي.

د دې وړانديزونو په بله برخه کې د يادې شوې غونډې له ګډونوالو څخه غوښتل شوي دي، چې داسې يوه ګډه کمېټه دې رامنځ ته کړي، څو د ټولګټو هېوادونو بهرني سياستونه وڅېړې او وارزوي او له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ګام پورته کړي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسيون په خپلو غوښتنو کې، د استانبول د ناستې پر پرېکړو په رښتينې توګه عمل کول او په ژمنو د درېدو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د شتون په اړه د سيمې د هېوادونو د اندېښنو د لرې کولو غوښتنه هم کړې ده.

دې کمېسيون په سيمه کې د سيمه ييزو ځواکونو د انډول ساتلو په خاطر د افغان ولس لپاره د نړيوالو ضمانتونو د ټاکلو، په افغانستان کې د پانګونې په خاطر د سترو نړيوالو کمپنيو او سوداګرو هڅول، په ګډه اجنډا موافقه او د بن دويم نړيوال کنفرانس په اړه د سيمې د هېوادونو د ګډ ليدلوري غوښتنه کړې ده.

شکريه بارکزۍ وايي، چې د دې اسنادو يوه کاپي په رسمي ډول د ولسي جرګې له لارې د استانبول کنفرانس ګډونوالو ته استول شوې او هېله ښودل شوې ده، څو له دې وړانديزونو څخه اغېزمنه ګټه واخيستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزى پرون د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ترکيې ته ولاړ او نن يې د استانبول په درې اړخيزه (افغانستان، پاکستان او ترکيې) غونډه کې ګډون وکړ.

اټکل کېږي، چې سبا د استانبول سيمه ييز کنفرانس د فرانسې، انګلستان او امريکا د استازو په ګډون د ١٤ هېوادونو د نمايندګانو په ګډون جوړ شي.

مېرمن بارکزۍ وايي، چې په استانبول کنفرانس کې به په تېرو لسو کلونو  کې د سيمه ييزو همکاريو په برخه کې د عملي ګامونو د نه اخيستو په اړه هم خبرې اترې وشي.

نوموړې همداراز يادونه وکړه، چې د بن د دويم کنفرانس په اړه چې اټکل کېږي د ديسمبر په ٥مه به په المان کې جوړ شي، هم خبرې وشي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.