جلال اباد ( پژواک ١١ لړم ٩٠ ) : نړيوالو ايتلافي ځواکونو د لړم پر ١١ مه شپه د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ درې ماين خښوونکي ووژل.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د لړم په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نړيوالو ځواکونو تېره شپه د هوا له لارې درې ماين خښوونکي د دغې ولسوالۍ د وزيرو په پيراخېلو کې تر بريد لاندې نيولي او وژلي.
د دغه کلي يو تن اوسېدونکي شفيق الله پژواک ته وويل چې په وژل شويو کې دوه تنه پېژني ، چې يو يې مولوي عبدالمالک او بل عزت الله نومېده او ددولت وسلوال مخالفين و .
شفيق الله زياتوي چې ايتلافي ځواکونو عمليات د شپې پر دوو بجو پيل او پر شپږو بجو يې پاى ته ورسول.
نوموړي زياته کړه چې د وژل شويو جسدونه اوس هم په سيمه کې د سړک پر غاړه پراته دي.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر په سيمه کې ګډ عمليات تائيد کړل، خو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې له ښودلو څخه يې ډډه وکړه.
د يادونې ده، چې د لړم پر ٨ مه ايساف ځواکونو د دغې ولسوالۍ په يوه کلي کې د جومات يو امام وژل شوى او يوتن بل يې له ځان سره بيولى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن