ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د كجكي د سړک او برېښنا د درېيم توربين  د جوړېدو ژمنه وشوه

د كجكي د سړک او برېښنا د درېيم توربين د جوړېدو ژمنه وشوه

author avatar
3 Nov 2011 - 12:56
د كجكي د سړک او برېښنا د درېيم توربين  د جوړېدو ژمنه وشوه
author avatar
3 Nov 2011 - 12:56

لښکرګاه ( پژواک ٢١ لړم ٩٠ ) : د هلمند دولتي چارواكيو  كجكي ولسوالۍ ته  د غځيدلي سړك د جوړېدو او د برېښنا په بند كې د درېيم توربين د فعالولو ژمنه وكړه.

دغه ژمنه د هلمند والي محمد ګلاب منګل پرون د لړم په ۱۱مه له يو شمېر نور چارواكيو سره دې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه چې په دې وروستيوكې په كجكي ولسوالۍ كې د افغان ملي اردو او ايساف ځواكونو له خوا چاڼيزعمليات ترسره شوي ، چې په ترڅ كې يې دې ولسوالى ته غځيدلې لويه لاره چې له تېرو پنځوكلونو راهيسې د ترافيكو پرمخ تړلې وه خلاصه او يو شمېر سيمې هم تردولتي حاكميت لاندې راغلې دي .

د ګلاب منګل په وينا، ددې سفر څخه يې موخه داوه، چې په دې ولسوالۍ کې نوي ترسره شوي پرمختګونه او لاسته راوړنې واروزوي.

نوموړى وايي چې ددې لارې خلاصېدل ځكه ډېر ارزښت  لري،  چې له همدې لارې دې ولسوالى ته د برېښنا هغه وسايل چې د هوا له لارې يې راوړل امكانه نه لري اوله بلې خوا په دې ولسوالى كې د بيارغونې پروژې هم له همدې لارې ترسره او پرمخ بيول كېږي.

د والي په وينا، د كجكي ولسوالۍ لپاره د روغتيا، ښوونې اوروزنې،كرنې او نورد خلكو د ژوند د كچې د لوړوالي لپاره پروژې په پلان كې شاملې دي، چې په نږدې راتلونكي كې به په دې ولسوالۍ كې د بيارغونې پراخ بهير پيل شي.

هغه وويل چې په لومړي سركې ددې ولسوالى د لويې لارې په پاخه اواساسي ډول جوړول او ترڅنګ يې د امنيت ټينګښت دى ، چې د پرمختګ لپاره زمينه برابروي.

د هلمند والي ګلاب منګل زياتوي چې دا مهال د ځايي ادارې زياته پاملرنه د هلمند شمالي ولسواليوته اړولې، ترڅو په دې ولسواليوكې هم د هلمند د مركزي سيمو په څېرامنيت ټينګ او پكې د بيارغونې او پرمختګ چارې ترسره شي.

په هلمند كې د ۲۱۵ميوند قول اردو قوماندان اركان حرب سيد ملوك ، چې والي سره يې په دې سفر کې ملتيا کوله، پژواك اژانس ته وويل چې په ترسره شويو عملياتوكې د امريكا د سمندري ځواكونو د سرتېرو ترڅنګ د ملي اردو۲۰۰سرتېرو هم برخه درلوده .

د هغه په وينا، دا مهال عمليات  پاى ته رسېدلي ، په سيمه كې امنيتي پوستې ځاى پرځاى شوي اودا مهال دوى له كومې غټې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

سيد ملوك وايي چې ددې عملياتو په ترڅ كې ۲۲وسلوال طالبان وژل شوي اودوى پلان لري ، چې په دا يمي ډول په دې ولسوالۍ كې امنيتي پوستې ولري.

په همدې حال كې په سوېل لويديځ زون كې د امريكا د سمندري ځواكونو عمومي قوماندان جنرال ټولن وايي چې دوى تردې عملياتو مخکې هم په هلمند اونورو سيمو كې عمليات ترسره كړي، خو هغه عمليات دومره اغېزمن نه وو.

نوموړي زياته کړه : (( دا ځل چې زموږ سره د ملي اردوځواكونو ملګرتيا كوله اغيزيې ځكه زيات و، چې وسلوال مخالفين د همدوى له وېرې وتښتېدل او دا سيمې يې ګډو ځواكونوته پرېښودې.))

د نوموړي په وينا، د كجكي د برېښنا بند پنځه لسيزې مخکې د امريكا د دولت له خوا جوړشوى او اوس مهال هم دوى ژمن دي، چې نوموړى بند په لوړ معيار بېرته جوړ او د دوى ياد ورباندې تازه وي.

وسلوالو طالبانو كه هم ددې عملياتو په اړه څه نه دي ويلي ، خو ددوى ډلې يو تن وياند قاري يوسف احمدي وايي چې افغان دولت او بهرنيو ځواكونوخپلو ناوړو كړونو ته دوام وركړى  او دوى به يې هم د مخنيوي په موخه خپلې مبارزې ته دوام وركوي، خو دولت وايي چې طالبانو يې د مخامخ جګړې له پلوه كمزوري كړي دي.

 كجكي  د هلمند په شمال كې پرته ولسوالي ده ، چې سنګين ،موسى كلا ولسوالۍ او روزګان ولايت سره پوله لري ، چې له تېرو پنځو كلونو راهيسې د طالبانو له خوا كلابنده وه او ددې وروستيو عملياتو په ترڅ كې يې امنيتي ساحه پراخه شوې او دا ولسوالي نه يواځې برېښنا او داوبو له پلوه مهمه ده، بلكې د امنيت له پلوه هم زيات اهميت لري.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.