ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار يو قومي مشر د بهرنيو ځواکونو له بند څخه راخوشې شو

د کندهار يو قومي مشر د بهرنيو ځواکونو له بند څخه راخوشې شو

author avatar
3 Nov 2011 - 10:37
د کندهار يو قومي مشر د بهرنيو ځواکونو له بند څخه راخوشې شو
author avatar
3 Nov 2011 - 10:37

کندهار ښار ( پژواک ١٢ لړم ٩٠ ) : د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ يوتن قومي مشر چې څه باندې ١٥ مياشتې يې د پروان ( چې مخکې د بګرام زندان په نامه يادېده) زندان کې تېرې کړې وې، د سولې د پروسې له لارې خپل خپلوانو ته وسپارل شو.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا دلړم په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼـه کې ويل شوي، چې د حاجي رازمحمد په نوم دغه قومي مشر، چې د ارغنداب ولسوالۍ د حاجيانو کلا اوسېدونکى دى له وسلوالو مخالفينو سره د اړيکو درلودو په تور د ګډو ځواکونو له خوا نيول شوى و.

سرچينې زياته کړې ، چې نوموړى له ١٥ مياشتو بند وروسته د ولسوال، په کندهار کې دسولې ولايتي شورا او ګڼ شمېر قومي مشرانو په هلو ځلو راخوشې شو او په دې ولسوالۍ کې د يو لړ خاصو مراسمو پرمهال د کورنۍ غړيو او دوستانو ته وسپارل شو.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي پژواک اژانس ته وويل ، هڅه يې داده څو د ولسوالۍ ټولو وګړيو ته يو  ارام چاپيريال رامنځته کړي او ټولې هغه ستونزې ، چې دامهال د کليوالو په مخکې پرتې دي ‌، حل کړي.

د هغه په وينا ، خلک يې د سولې له کاروان سره مل دي او له ټولو هغو ستونزو او مشکلاتو سره به ،چې مخې ته يې ورځې په کلکه او تر وروستي حده مبارزه کوي.

احمدي زياته کړه چي حاجي رازمحمد په سيمه کي يو بانفوذه قومي مشر دى او د هغه خوشې کېدل به په سيمه کې د امنيت د ټينګښت او د سولې پروسې له پياوړتيا سره لا زياته مرسته وکړي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.