ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کرکټ سياليو کې افغانستان بوتان ته هم ماتې ورکړه

په کرکټ سياليو کې افغانستان بوتان ته هم ماتې ورکړه

author avatar
4 Nov 2011 - 15:56
په کرکټ سياليو کې افغانستان بوتان ته هم ماتې ورکړه
author avatar
4 Nov 2011 - 15:56

کابل (پژواک ١٣ لړم ٩٠): د افغانستان تر ٢٥کلونو د کم عمرو کرکټ ملي لوبډلې د سارک د غړو هېوادونو د اتلولۍ د سياليو په دويمه لوبه کې د بوتان ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.

 د کرکټ دا شل اوريزې لوبې د سوېلي اسيا د همکاريو سازمان (سارک) د غړو هېوادونو تر منځ تر ٢٥ کلونو د کم عمرو لوبډلو تر منځ درې ورځې مخکې په مالديپ هېواد کې پيل شوې دي.

 د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې يوه روزونکي رييس احمدزي له مالديپ څخه د دې لوبې په هکله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نننۍ (د لړم ١٣مه) لوبه کې د افغانستان لوبډلې پچه وګټله.

 د هغه په وينا، افغانستان وکولاى شول په ٢٠ اورونو کې د خپلو اتو لوبغاړو په سوځېدو سره، ٢٩٥ منډې جوړې کړي او بوتان ته يې د ٢٩٦ منډو هدف وټاکه.

 احمدزي وويل، چې بوتان لوبډلې په ٢٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ٧٠ منډې جوړې کړې.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان لوبډلې په دې سيالۍ کې د ٢٢٥ منډو په توپير سره لوبه وګټله.

 د يادونې ده، چې په دغو سياليو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره، حميد حسن د کپټان او شهزاده محمدي د کپټان د مرستيال په توګه ګومارل شوي دي.

  په يادو سياليو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو هر يوه حميد حسن، ناصر جمال احمدزي، نجيب تره کي، جاويد احمدي، نجيب ځدراڼ، ميرويس اشرف، گلبدين نايب، روښان، امير منګل او فضل الرحمن ځاځي ګډون کړى دى.

 د سوېلي اسيا د هېوادونو د همکاريو سازمان (سارک) په ١٩٨٥ کال کې رامنځته شو او اته هېوادونه افغانستان، هند، پاکستان، مالديپ، بنگله دېش، نيپال، سريلانکا او بوتان غړيټوب لري.

 افغانستان په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د ياد سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.

 د يادونې ده، چې د سارک سازمان له جوړېدو وروسته دا لومړى ځل سيالۍ دي، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.