ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اخترونو ترمنځ د نکاح لپاره تر ټولو ښه وخت دى

د اخترونو ترمنځ د نکاح لپاره تر ټولو ښه وخت دى

author avatar
6 Nov 2011 - 12:23
د اخترونو ترمنځ د نکاح لپاره تر ټولو ښه وخت دى
author avatar
6 Nov 2011 - 12:23

کابل (پژواک ١٥ لړم ٩٠): يو ٢٣ کلن ځوان، چې له کوچني اختر وروسته او له لوى اختر مخکې يې نکاح کړې ده، وايي: “خلک وايي چې په دغه وخت کې نکاح ښه نه وي، خو زه ځان په بشپړ ډول نېکمرغه احساسوم او هېڅ ستونزه مې نه ده ليدلې.”

راوېل، چې د کابل ښار د چهارقلعه وزيراباد اوسېدونکى دى او له واده يې نږدې يو کال تېرېږي، پژواک خبري اژانس ته وويل، له واده مخکې ورته ځينو خلکو ويل، چې د کوچني او لوى اختر تر منځ بايد نکاح ونه شي، ځکه چې په دغو ورځو کې نکاح بد شګون لري.

هغه وويل: “زما واده زموږ او د ناوې د کورنۍ ترمنځ د لږ څه ستونزو له امله د دوو اخترونو ترمنځ وشو، زه هم په اندېښنه کې وم، چې په دغو ورځو کې د نکاح له امله راته کومه ستونزه پيدا نه شي، خو د خداى په فضل هېڅ خبره نه وه.”

لوى اختر له کوچني اختر نه دوه مياشتې او لس ورځې وروسته نمانځل کېږي او له راويل سربېره يو شمېر نور خلک هم په دې موده کې نکاح بد شګونه ګڼي، خو ديني عالمان نه يواځې دا چې دغه نظريه ردوي، بلکې په داسې کارونو عقيده درلودل ګناه بولي.

د کابل ښار د خيرخانې د نجارانو کلا ٣٠کلن اوسېدونکى، چې نږدې اته مياشتې مخکې يې کوژده کړې او يوه مياشت مخکې يې غوښتل واده وکړي، وايي: “خواښې مې پرې نه ښودل، چې زموږ واده وشي، ويل يې چې د دوو اخترونو ترمنځ واده ښه شګون نه لري، خداى دې داسې دود، چې نه په دين کې شته او نه په مذهب کې، ورک کړي.”

دى وايي، چې داسې عقيدې شرعي بنسټ نه لري او له کوچني اختر وروسته او له لوى اختر مخکې نکاح کول کومه ستونزه نه رامنځته کوي، ځکه چې خير او شر د خداى تعالى له جانبه دى، خو ناچاره وو، چې د خپلې خواښې غوښتنه ومني.

د کابل ښار د زمان خان کلا اوسېدونکي نويد احمد، چې يو کال مخکې يې کوژده کړې، وايي، پلان يې درلود، چې د تلې په مياشت کې واده وکړي، خو کوژدنې يې خوښه ورنه کړه او ويل يې، چې په دغو ورځو کې نکاح کول بد شګون لري.

هغه زياته کړه: “کوژدنې مې ټينګار کاوه، چې که چېرې په دغو ورځو کې واده وکړې، نو يوه ستره بدبختي رامنځته کېږي، يا به څوک مړه شي او يا به زموږ په کور کې ماشوم ونه شي، همداسې خبرې يې کولې.”

د کابل ښار د چهلستون اوسېدونکې ٤٥ کلنې فرېبا، چې ٩ مياشتې مخکې خپل يواځېني زوى ته کوژده کړې، هم په دې اند ده، چې د اخترونو تر منځ نکاح کول د ناوې او زوم د بدبختۍ لامل کېږي.

هغې زياته کړه: “زوى مې چې هر څومره وغوښتل، چې له لوى اختر مخکې واده وکړي، ما ونه غوښتل، چې زما د زوى او ناوې ژوند خراب شي او بدبخته شي، زوى مې تر اوسه په څه نه پوهېږي، بې عقل دى.”

د هغې په وينا، خور يي ٢٠ کاله مخکې واده وکړ، خو تر اوسه له دې امله د اولاد خاوند نه شو، چې په همدې ورځو کې يې نکاح کړې وه.

د هېواد په مرکز او ولايتونو کې يو شمېر خلک، چې غواړي له کوچني اختر وروسته او له لوى اختر مخکې واده وکړي، د روژې د مياشتې په ٢٧مه نکاح کوي.

خو د هېواد د سترې محکمې د دارالافتاء عمومي رييس مولوي محمد صديق مسلم وايي، چې له کوچني اختر وروسته او له لوى اختر مخکې ورځو کې د نکاح کولو په اړه بد فکر کول، نه هم په قرآن عظيم الشان کې شته او نه هم د پيغمبر (ص) په سنتو کې.

د هغه په وينا، په اسلامي شرعيت کې د غير اسلامي کارونو ترسره کول، چې په دين کې نه وي او د دين يوه برخه وګڼل شي، ستره ګناه ده.

د نوموړي په اند، د نکاح لپاره تر ټولو ښه وخت د کوچني او لوى اختر ترمنځ ورځې دي، ځکه چې د بي بي عايشې (رض) او د حضرت محمد(ص) نکاح هم په دې موده کې شوې ده.

هغه له ټولو ديني عالمانو وغوښتل، چې په دې برخه کې د خلکو ذهنونه روښانه کړي، څو په ګناه اخته نه شي.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.