ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پاکستان کې ٢٣ تنه ووژل شول

په پاکستان کې ٢٣ تنه ووژل شول

author avatar
13 Nov 2011 - 10:56
په پاکستان کې ٢٣ تنه ووژل شول
author avatar
13 Nov 2011 - 10:56

اسلام اباد (پژواک ٢٢ لړم ٩٠): د پاکستان په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې د استخباراتي ادارې د څلورو کارکوونکو په ګډون ٢٣ تنه وژل شوي دي.

دغه امنيتي پېښې، د افغانستان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ او د پنجاب ايالت په چکوال ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

په خيبر ايجنسۍ کې يوې دولتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د لړم په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ناوخته د باړې تحصيل په ملک دين خېل سيمه کې وسله والو مخالفينو د امنيتي ځواکونو پر پوستې راکټي بريد وکړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى؛ خو په ځوابي عملياتو کې شپږ وسله وال بريد کوونکي وژل شوي او لس تنه يې ټپيان دي.

د فاروق خان په نوم يوه ځايي خبريال پژواک اژانس ته وويل، چې دا نښته تېره شپه له ماخوستن څخه وروسته پيل او تر نيمې شپې پورې يې ادامه لرله.

نوموړي دا هم وويل، چې تېره شپه د خيبر ايجنسۍ د تيرا په سيمه کې پر يوه کور د راکټ مرمۍ د لګېدو له امله، دوه ښځې او ٤ ماشومان وژل شوي او څلور نور کسان ژوبل دي.

د صاحب ګل په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې ټپي کسان د سيمې روغتون ته وړل شوي، چې د ځينو يې روغتيايي حالت ښه نه وو.

د هغه په وينا، تېره مياشت هم پر يوه کور د راکټ لګېدو له امله، يوه ښځه او يو ماشوم ټپيان شوي وو، چې هغوى هم پرون مړه شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، تېره ورځ ناوخته د پنجاب ايالت په چکوال سيمه کې د يوې مذهبي وسله والې ډلې له خوا، د پاکستان د نظامي استخباراتي ادارې (اېم آى) د يوه افسر په ګډون څلور کارکوونکي وژل شوي دي.

 د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک رسنيو ته وويل، چې دغه کسان څو ورځې مخکې تښتول شوي وو او تېره ورځ يې وژلي دي.

 

د هغه په وينا، د دولتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.