غزني( پژواک ٢٨ لړم ٩٠ ) : د غزني په ښار کې د لرغونو توکيو دوه تنه غله او د نشه يي توکيو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد دلړم په ٢٨ مه پژواک ته وويل چې تاريخي اثار يې د غزني ښار د دويمې امنيتي حوزې په سيمه کې نيولي دي.
نوموړي دغه نيول شوي نهه قلمه تاريخي اثار او نشه يې توکي په امنيه قوماندانۍ کې خبريالانو ته وښودل.
د امنيه قوماندان په خبره، تاريخي اثار د يو نوي جوړېدونکي مارکيټ په تل خونه کې،
چې د کېندلو کار يې روان و، په دوه متره ژور ځاى کې وموندل شول.
د زاهد په وينا د مارکيټ جوړونکيو غوښتل چې دغه لرغونې اثار له ښاره وباسي او و يې پلوري.
دغه نهه اثار لاستي لرونکې ميسي کټوې دي چې د کيندنې پر مهال يو څه زيانمنې شوې هم دي.
دغه راز نږدې سل کيلو ګرامه تارياک او چرس هم له دوو شکمنو قاچاق وړونکيو سره نيول شوي دي.
زړور زاهد وايي چې د لرغونيو اثارو او د نشه يي توکيو له قاچاق وړونکيو پوښتنې روانې دي.
د ولايتي شورا وکيل جمعه خان تره کى، چې د دې تاريخي آثارو ليدو ته راغلى و ، وويل چې د غزني ښار د لرغونو اثارو ساتنه دې وشي.
نوموړي زياته کړه چې دغه اثار بايد د لرغونپوهانو له نظره تېر شي، ترڅو يې لرغونتيا ته په پام سره ارزښت او د هغه مهال د خلکو د کولتور او ژوند په اړه تاريخي معلومات راټول شي.
دچارواکيو په وينا،دغه اثار به وروسته د غزني د اطلاعاتو او کولتور رياست ته وسپارل شي، تر څو يې سمه او تخينکي ساتنه وشي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن