ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سويډن له ٢٠١٤ کال وروسته د خپلو مرستو پر دوام ټينګار وکړ

سويډن له ٢٠١٤ کال وروسته د خپلو مرستو پر دوام ټينګار وکړ

author avatar
21 Nov 2011 - 17:47
سويډن له ٢٠١٤ کال وروسته د خپلو مرستو پر دوام ټينګار وکړ
author avatar
21 Nov 2011 - 17:47

ايبک (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): د سويډن سفير، سمنګان ولايت ته د سفر پر مهال له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

 په کابل کې د سويډن سفير توربيون پيترسون نن (د لړم ٣٠مه) له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې هېواد به يې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته امنيتي مسووليتونو د لېږد له پروسې وروسته هم، له افغانستان سره په خپلو ژمنه ولاړ وي.

 د نوموړي په وينا، د امنيتي مسووليتونو د لېږد يوه مهمه موضوع پراختيا ده، چې د سويډن هېواد به له هغه وروسته هم خپلو پراختيايي پروژو ته دوام ورکړي.

 سرچينې زياته کړه، چې د هغوى د مرستو زياتره برخه د پوهنې، روغتيا، د پاکو اوبو د برابرولو او همدارنګه د کرنيزو اوبو په برخو کې ترسره کېږي، چې زياته برخه يې په سمنګان ولايت کې پلي کېږي.

 د سويډن سفير زياته کړه، چې اوس مهال دوى په سمنګان کې د څو ښوونځيو او کلينيکونو د جوړولو پروژې ترلاس لاندې لري او تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 په همدې حال کې د سمنګان مرستيال او سرپرست غلام سخي بغلاني، د سويډن له سفير سره په ليدنه کې په سمنګان کې د ياد شوي هېواد له مرستو څخه مننه وکړه.

 د نوموړي په وينا، دغه هېواد اوس مهال د څه دپاسه شپږو ميليونو ډالرو په لګښت په مرکز او خرم او سارباغ، دره صوف پايين او دره صوف بالا په ولسواليو کې د څلورو روغتيايي کلينيکونو جوړونه تر لاس لاندې لري.

 بغلاني همدارنګه د بياجوړونې په پروژو کې د ياد شوي هېواد د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

 ټاکل شوې ده، چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه تر ٢٠١٤ زېږديز کال پورې په ټول هېواد کې بشپړه او امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

 د يادونې وړ ده، چې سويډن د افغانستان په شمال کې ٥٠٠ سرتېري لري او تراوسه يې پنځه سرتېري وژل شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.