ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د محاکمو رياست نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پکتيکا د محاکمو رياست نوې ودانۍ پرانېستل شوه

author avatar
29 Nov 2011 - 14:28
د پکتيکا د محاکمو رياست نوې ودانۍ پرانېستل شوه
author avatar
29 Nov 2011 - 14:28

ښرنه (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د پکتيکا ولايت د محاکمو د رياست نوې جوړه شوې ودانۍ د پکتيکا د والي او د امريکا د سفير راين کراکر له خوا پرانيستل شوه.

د پکتيکا والي محب الله صميم د يادې ودانۍ پرانيستنه د پکتيکاوالو لپاره يوه لاسته راوړنه او دا يې د نړيوالي ټولنې د مرستې او همکارۍ يوه نمونه وبلله.

هغه وويل، چې اوس د دې په څېر په ټول هېواد کې ډېرې دولتي ودانۍ جوړې شوې او نور هم ګڼ شمېر د بيا رغوني چارې روانې دي.

صميم زياته کړه، د دې لپاره، چې خپل مسووليت يې ترسره کړى وي، نو بايد له وخت څخه په ګټې اخيستنې د نړيوالې ټولنې په مرسته د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د امريکا سفير راين کراکر هم ګډونوالو ته په وينا کې د پکتيکا له والي او د هغه له کاري ډلې مننه وکړه، چې د دوى له لوري دغه ولايت ته منظوره شوې ۱۵۰ ميليونه بوديجه يې د پوهنې، روغتيا، کرنې ، قضا او نورو بنسټيزو پروژو په برخه کې په ښه ډول لګولې ده.

نوموړي د پکتيکا ستراتيژيک موقعيت د افغان دولت او نړيوالو لپاره مهم وباله او ويې ويل، چې له دغه سفر څخه يې موخه هم د پکتيکا د ستراتيژيک موقعيت معلومول و.

خو د پکتيکا ولايت د محاکمو رييس محمدحکيم کونړي د يادې جوړې شوې ودانۍ ځينې نيمګړتياوې وښودې او له چارواکو يې د دغه ولايت د محبس لپاره هم د يوې ودانۍ د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پکتيکا د محاکمو رياست له دې وړاندې خپله ځانګړې ودانۍ نه درلوده او خپلې رسمي چارې به يې په کرايي او يا په ځينو نورو دولتي ودانيو کې ترسره کولې.

دا په داسي حال کې ده، چې د پکتيکا قضايي ادارې د مامورينو له کمښت سره مخ دي او په ډېرى ولسواليو کې څانګې او کارکوونکي نه لري.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.