ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ديوې کورنۍ پر غړو د تېزاب شيندلو په تور يو تن ونيول شو

د کندوز ديوې کورنۍ پر غړو د تېزاب شيندلو په تور يو تن ونيول شو

author avatar
4 Dec 2011 - 13:10
د کندوز ديوې کورنۍ پر غړو د تېزاب شيندلو په تور يو تن ونيول شو
author avatar
4 Dec 2011 - 13:10

کندوز ښار (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٠): د کندوز ولايت پوليسو د يوې کورنۍ پر پنځوو غړو د تيزاب شيندلو په تور يو تن ونيو.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې تېره اونۍ ناقانونه وسله وال د شپې له خوا د کندوز ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د بولک اول په سيمه کې يوه کور ته ننوتل او د کور پر مالک سلطان محمد، د هغه پر مېرمنې او درېيو لوڼو ممتاز، فرحناز او شميم يې، چې عمرونه يې د ١٣ او ١٨کلونو تر منځ وو، تېزاب وشيندل.

د هغو په وينا، وسله وال يوه مياشت وړاندې د ممتاز لپاره دغه کور ته په مرکه ورغلي وو،  خو د نجلۍ او کورنۍ يې خوښه نه وه او وروسته يې بيا له يوه بل خپل سره کوژدنه وشوه.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال غلام محمد فرهاد نن (د ليندۍ ١٣مه) پژواک اژانس ته وويل، دوى يو تن، چى د تېزاب شيندلو په قضيه کې يې لاس درلود، نيولى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه کس د څلورمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې نيول شوى او ورڅخه يو ميل کلاشينکوف هم ترلاسه شوى دى.

د امنيت امر زياته کړه، که څه هم دغه کس اصلي لامل (هغه چا چې نجلۍ غوښتې وه) نه دى، خو د تېزاب شيندلو په پېښه کې لاس لري.

مل پاسوال فرهاد وويل، په په دې پېښه کې نور دخيل کسان، چې ناقانونه وسلې ورسره دي، تښتېدلي، خو پوليسو يې د نيولو په موخه هڅې پيل کړې دي.

هغه له دې وړاندې ويلي وو، چې په دې اړه تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو غيرقانوني وسله وال، چې په داسې يوه جنايت يې لاس پورې کړى، حتماً به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د ممتاز مور وويل، چې دغه عمل د اربکيانو يوې اوه کسيزې ډلې ترسره کړى او دولت بايد هغوى اعدام کړي.

دې ٤٠کلنې ښځې زياته کړه، چې اربکيانو يې لومړى د خاوند لاس او پښې وتړلې او له وهلو ټکولو وروسته يې د تېزابو بوشکه را واخيسته، پر دې، خاوند او پر لورګانو يې وشيندل.

خو امنيتي مسوولين وايي، چې په کندوز کې د اربکي ځواکونو په نوم څوک نشته، خو ښايي ځينو وسله والو له بېلابېلو نومونو په ګټه اخيستو دغه کار ترسره کړى وي.

اربکي هغه ځواک ته ويل کېږي، چې د معاش له اخيستو پرته د خپلې سيمې امنيت ساتي، خو دمګړۍ دغه نوم هغه چا ته کارول کېږي، چې د دولت په چوکاټ کې رسمي بڼه نه لري، د دولت له خوا د مخالفينو پر وړاندې وسله وال او سمباليږي.

له بله پلوه د کندوز د حوزوي روغتون رييس ډاکتر عبدالشکور رحيمي پژواک ته وويل، د ممتاز روغتيايي حالت، چې په روغتون کې بستر او د اندېښنې وړ ښودل شوى و، مخ په ښه کېدو دى.

هغه زياته کړه، د ممتاز مور، پلار او د دې خويندې، چې په لومړيو کې په روغتون کې بستر وې او وروسته رخصت کړاى شوې، او هم د پانسمان لپاره روغتون ته راځي.

د پژواک د خبريال د معلوماتو له مخې، د ممتاز او د هغې د پلار مخ، لاسونه او د بدن ځينې برخې سوځېدلي، که څه هم د ممتاز مور خپل مخ پټ کړى و، خو لاسونه يې ښکارېدل، چې سوي وو.

د يادونې ده، چې د ښځو چارو رياست او د شمال ختيځ زون د بشر د حقونو کمېسيون پر يادې کورنۍ د تېزاب شيندل په سختو ټکو غندلي، هغه يې يو غټ جنايت او د تاوتريخوالي يو ناوړه ډول ګڼلى او د عاملينو د نيولو او په سزا رسولو غوښتنه يې کړې ده.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.