ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار د څلورمې ناحيې مدير ووژل شو

د کندهار ښار د څلورمې ناحيې مدير ووژل شو

author avatar
11 Dec 2011 - 13:08
د کندهار ښار د څلورمې ناحيې مدير ووژل شو
author avatar
11 Dec 2011 - 13:08

کندهار ښار (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): د کندهار ښار د ښاروالۍ د څلورمې ناحيې مدير د وسله والو مخالفينو په يوه غلچکي بريد کې ووژل شو.

د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي د ليندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د څلورمې ناحيې پر مدير شېرعالم د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د توپخانې په سيمه کې د وسله والو له خوا بريد وشو او ځاى پرځاى ووژل شو، خو بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ مسوولين وايي، چې د دې پېښې د عاملينو د نيولو په اړه يې پلټنې او هڅې پيل کړې دي.

د کندهار د ولايت مقام پر دې پېښې سخته خواشيني ښودلې او له ټولو کشفي، امنيتي او قضايي ارګانونو يې غوښتي، چې له هرې ممکنې لارې وي، دغه ورانکاري ونيسي او سخته سزا دې ورکړي.

په کندهار ښار او ولسواليو کې تر نسبي امن وروسته يو ځل بيا د ماين چاودنو او غلچکي بريدونو زور اخيستى، چې په کې د ملکي خلکو تر څنګ د دولتي ادارو کارکوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز پېښو د کندهار ښار او ولسواليو اوسېدونکي هم اندېښمن کړي او له حکومت څخه د خوندي امنيت غوښتنه کوي.

وسله والو طالبانو لا تر دې مهاله د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د کندهار ښاروال، د والي مرستيال او يو شمېر نور مامورين په وسله والو بريدونو کې وژل شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.