ترينکوټ (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠): ويل کېږي چې وسله والو طالبانو هغه تن وژلى، چې لس کاله مخکې په اروزګان کې ولسمشر حامد کرزي د هغه په کور کې شپه کړې وه.
د دغه ولايت يوه اوسېدونکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د ليندۍ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وژل شوى تن زين الله نومېده.
سرچينې زياته کړه، چې زين الله پرون له خپل کور څخه، چې ترينکوټ ښار په محمود کارېز کې دى، د ترينکوټ ښار په شمال کې سوزک سيمې ته د خپل يوه دوست د حج مبارکۍ لپاره تللى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې دغه کس د بېرته راستېندو پر مهال وسله والو طالبانو ژوندى نيولى و او بيا يې وژلى دى.
نوموړى وايي، چې مخکې هم وسله والو طالبانو دوه ځلې د ده د وژلو هڅه کړې وه، خو بريالي شوي نه وو.
خو د اروزګان امنيه قوماندان جنرال مطيع الله خان وايي، چې وژل شوى زين الله يو بېګناه سړى وو او يو وراره يې له پوليسو سره دى، چې کېداى شي د طالبانو له خوا يې د وژل کېدو لامل، هغه وي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې لس کاله مخکې د بن په کانفرانس کې د ولسمشر له ټاکل کېدو وروسته حامد کرزى لومړى اروزګان ته راغى، دلته يې شپه وکړه او بيا له دغه ځايه کندهار او بيا کابل ته د قدرت د ترلاسه کولو په موخه وخوځېد.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن