ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژانده وسلوالو دوه تنه ووژل

ناپېژانده وسلوالو دوه تنه ووژل

author avatar
13 Dec 2011 - 12:13
ناپېژانده وسلوالو دوه تنه ووژل
author avatar
13 Dec 2011 - 12:13

جلال اباد (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): ناپېژانده وسلوالو د تورخم -جلال اباد پر لويه لار پر يوه موټر بريد کړى، چې په کې سپاره پلار او زوى دواړه وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه د يادې لويې لارې اړوند د بټي کوټ ولسوالۍ په درېيم فارم کې نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه کره معلومات نه لري، خو ويې ويل، چې وژونکي په تېښته بريالي شوي، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

د نصرالله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په يوه کرولا موټر کې سپاره زوى او پلار دواړه د جلال اباد په لوري روان و او د لارې په اوږدو کې هم ورسره درې کسه سپرلي ختلي وو.

نوموړى وايي، چې د درېيم فارم په سيمه کې مخ پټو وسلوالو د ياد کرولا موټر له درولو وروسته د هغه چلوونکى (زوى) او هغه پلار ګلاجان يې وژلي او د وروسته سيټ له سپرليو هم يو تن ټپي شوى دى.

د هغه په وينا، چې د هغو له وژلو وروسته وسلوالو موټر پلټلى او له پاتې کسانو يې پوښتلي و، چې په موټر کې ايښې وسله چېرې ده؟

د يادونې ده، چې پرون ماښام هم د جلال اباد ښار د اډې فارم په سيمه کې د ناپېژانده   وسلوالو پر ډزو څلور تنه ووژل شول او يو ټپي شوى و.

خو د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون سرطبيب ډاکتر سيد افندي نن پژواک ته وويل، چې د پېښې وروستي ټپي د شپې ٢ بجې په عمليات خانه کې ساه ورکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د ده په مړينه د تېرې شپې د وژل شوو شمېره ٥ تنو ته ورسېده.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي پژواک ته وويل، چې پوليس يې تر دې دمه نه دي توانېدلي، څو د دغو ناپېژانده وسلوالو څرک ولګوي.

نوموړي زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دوه کرولا موټر له يو بل څخه د مخکې کېدو په حال کې وو.

د نوموړي په وينا، د دواړو د ټکر له امله د وروستني کرولا سپرليو پر مخکني موټر ډزې کړي، چې څلور تنه يې ځاى پر ځاى وژلي او پنځم يې په ټپي حالت کې روغتون ته ور وړل شوى وو.

د امنيت امر وويل، چې له ډزو وروسته د ويشتل شوو موټر انحراف کړى او له سړک څخه په وتو اوښتى دى.

د ننګرهار په عامه روغتون کې د وژل شوي عبدالرحمن تره غلام سيد پژواک ته وويل، چې تېره شپه يې ورېرونه په ښار کې د موټرو له خپل ورکشاپ څخه کور ته په لاره وو، چې ناپېژانده وسلوالو پرې ډزې وکړې.

نوموړي زياته کړه، چې له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او نه پوهېږي، چې د کورنۍ پنځه غړي يې چا ووژل؟

غلام سيد رد کړه، چې ګوندې وراره يې له چا سره د موټر د ځغاستې سيالي کوله او له ټکر وروسته پرې ډزې شوې دي.

له يوې مياشتې راهيسې بټيکوټ ولسوالۍ او له يوې اونۍ راهيسې په جلال اباد ښار کې د نا امنيو پېښې او نړيوالو ځواکونو عمليات ډېر شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.