خوست (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): د خوست په صبريو ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې درې تنه شکمن او يو شمېر وسلې او مهمات نيولي دي.
په خوست ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ لوا د عامه اړيکو مسوول ډګروال شهسوار پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې د صبريو ولسوالۍ د نورۍ په کلي کې د عملياتو پر مهال له وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور درې تنه شکمن نيولي دي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې يو سراچه موټر، درې کلاشينکوفونه، دوه پيکا، يو ٨٢ ميلي متري توپ، د دغه توپ دوه مرمۍ، پنځه نظامي جمپرونه، دوه د ښځو چادرۍ او پنځه د مخ پټولو خولۍ د دوى لاس ته ورغلي دي.
شهسوار زياته کړه، چې دغه عمليات يې له ايساف ځواکونو سره په ګډه ترسره کړي، چې د دوى سرتېرو او ملکي وګړو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى.
خو په دې اړه تر اوسه په خوست کې مېشتو د ايساف ځواکونو او وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن