ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايراني سرتېرو له خوا وژل شوي افغانان د نيمروز سرحدي پوليسو ته وسپارل شول

د ايراني سرتېرو له خوا وژل شوي افغانان د نيمروز سرحدي پوليسو ته وسپارل شول

author avatar
14 Dec 2011 - 12:55
د ايراني سرتېرو له خوا وژل شوي افغانان د نيمروز سرحدي پوليسو ته وسپارل شول
author avatar
14 Dec 2011 - 12:55

زرنج (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠): د درېيو افغانانو مړي، چې د ايران د سرحدي ځواکونو له خوا وژل شوي وو، په نيمروز کې د افغانستان سرحدي پوليسو ته وسپارل شول.

د ايران سرحدي ځواکونو درې ورځې وړاندې پر هغو افغانانو، چې د کار کولو په موخه د ايران زابل سيمې ته په لاره وو، ډزې وکړې، درې تنه يې ووژل او څلور نور يې ټپيان کړل.

د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالظاهر، چې په همدې ډله کې شامل وو، پژواک خبري اژانس ته وويل: “موږ ١٢ تنه په ايران کې د کار کولو لپاره، درې شپې وړاندې د يوه لارښود په مرسته د نيمروز له ميلک سيمې څخه، له ګډې پولې شاوخوا سل متره وړاندې لاړو، چې د ايران د سرحدي پوليسو تر بريد لاندې راغلو.”

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ده د تره د زوى په گډون درې تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان شول او پاتې کسانو د افغانستان په لور رامنډې کړې.

عبدالظاهر زياته کړه، چې فقر او بېکاري د دې لامل شوه، چې ايران ته د تللو هوډ وکړي او که په هېواد کې د کار زمينه ورته برابره شي، هېڅکله به ايران ته ولاړ نه شي.

هغه وويل، چې د وژل شويو درېيو تنو مړي د ايران سرحدي ځواکونو پرون مازديگر د افغانستان سرحدي پوليسو ته سپارلي او ټپيان يې د زابل روغتون ته لېږدولي دي.

د نيمروز ولايت د ورېښم پله په سيمه کې د سرحدي پوليسو مشر سمونیار پرویز پژواک ته وويل، چې د ايران سرحدي پوليسو د درېيو تنو مړي پرون مازديګر دوى ته سپارلي دي.

پرويز زياته کړه، چې د وژل شويو کسانو د يوه دوست په خبره، چې هغوى په غيرقانوني توګه له ګډې پولې څخه تېرېدل، چې پرې ډزې وشوې.

د نيمروز د مهاجرينو د چارو رييس محمداکبر چخانسوري پژواک ته وويل، چې مړي پرون ناوخته ولېږدول شول او دغه اداره د څلورو ټپيانو په اړه معلومات نه لري.

چخانسوري زياته کړه، چې د ولايت له چارواکو سره د تفاهم له لارې دغه موضوع څاري.

د دغو درېيو تنو مړي په داسې حال کې د ايراني پوليسو له خوا د افغانستان لوري ته سپارل شوي، چې د روانې مياشتې په شپږمه نېټه، د يوه افغان مهاجر مړى، چې پر اعدام د محکومېدو له وېرې يې د ايران په کرمان زندان کې قلبي سکته کړې وه، د ايران د سرحدي امنيتي چارواکو له خوا د نيمروز سرحدي پوليسو ته سپارل شوى و.

همدارنگه د روان کال د تلې په لومړۍ نېټه د فارياب ولايت ١٢تنه اوسېدونکي، چې د ايران د بندرعباس په لاره د يوې ترافيکي پېښې په ترڅ کې ټپيان شوي وو، په ټپي حالت او د روغتون په جامو کې د نيمروز را اړول شوي وو.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.