ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې ٧ پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

په فراه کې ٧ پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
18 Dec 2011 - 13:46
په فراه کې ٧ پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
18 Dec 2011 - 13:46

فراه-کندز (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي او په کندوز ولايت کې د درېيو ماين خښوونکو په ګډون څلور تنه ونيول شول.

 د نيمروز د دلارام ولسوال انجنير خداداد د ليندۍ په ٢٧مه پژواک ته وويل، چې د ٦٠٦انصار زون د پوليسو د ګزمې موټر تېر مازديګر د لخشک په سيمه کې، چې د بکواه ولسوالۍ او د دغه ولايت تر منځ موقعيت لري، پر ماين وربرابر شو.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شول او وروسته د هرات حوزوي روغتون ته ولېږدول شول.

د دلارام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال نجيب الله د دې پېښې د پخلي تر څنګ وويل، چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري؛ ځکه چې ياد پوليس پر ٦٠٦ انصار زون پورې اړوند دي.

همدارنګه، هغه درې ماين خښوونکي، چې غوښتل يې په کندوز ولايت کې ماينونه ځاى پرځاى کړي، د افغان ځواکونو او يو بل مخالف د ايساف ځواکونو نيولي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک ته وويل، چې ياد درې تنه تېره شپه هغه مهال، چې غوښتل يې د امام صاحب ولسوالۍ او د تخته کوپرک د سيمې د لارې په اوږدو کې له چاودېدونکو توکو ډکې دوه بوشکې ځاى پرځاى کړي، د پوليسو له لوري ونيول شول.

هغه زياته کړه، چې هغوى له طالبانو سره اړيکه درلوده او موخه د افغان ځواکونو په نښه کول و، چې کله ناکله له دې لارې څخه تېرېږي.

د يادونې ده، چې يوه مياشت وړاندې يو ماين په همدې سيمه کې د امام صاحب د ولسوال امان الدين قريشي موټر ته څېرمه وچاودېد، چې له امله يې موټر زيانمن او دى خپله ترې روغ ووت.

همدارنګه ايساف ځواکونه وايي، چې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو مرسته کوونکى نيولى دى.

د ايساف ځواکونو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تن د بغلان ولايت په وروستي ځانمرګي بريد کې هم لاس درلود، خو د دغه بريد او د نيول شوي کس د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د يادونې ده، د هغه ځانمرګي بريد په ترڅ کې، چې د لوى اختر پر لومړۍ ورځ د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ جومات ته څېرمه رامنځته شو، په کې د پوليسو د يوه افسر قوماندان عبدال په ګډون اوه تنه ووژل شول او ١٧نور ټپيان وو، خو ډېرى قربانيان يې ملکي وګړي وو.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.