واشنګټن (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٠): د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان په اړه د بن د کنفرانس د اعلاميې هرکلى وکړ.
د روان لمريز کال د لړم په ١٤مه، د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شو، چې په کې د شاوخوا ١٠٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړي وو.
د دې يو ورځني کنفرانس په پاى کې يوه اعلاميه خپره شوه، چې په کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره، له ٢٠١٤ کاله وروسته د لسو نورو کلونو لپاره هم د مرستو ژمنه وکړه.
د امنيت شورا ياده غونډه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې جوړه شوې وه او د دې شورا ١٥ غړو په کې ګډون کړى وو، چې په کې د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ د بن د شوې ژمنې هرکلى وشو.
په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير ويټالي چورکن، چې د دې مياشتې د امنيت د شورا مشر هم دى، وويل، چې د غونډې ګډونوالو پر دې ټينګار وکړ، چې افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد په پروسه کې بايد د افغان حکومت د رهبرۍ وړانديزونو ته دې هم اهميت ورکړاى شي.
هغه زياته کړه، چې په دې پروسه کې د ملګرو ملتونو رول هم ډېر مهم دى او په دې برخه کې به خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
نوموړي وويل: ((د امنيت شورا دغه راز په بن کې د افغانستان په اړه د ترسره شوي کنفرانس د اعلاميې هرکلى کوي، چې په ترڅ کې به يې نړيواله ټولنه تر راتلونکو لسو نورو کلونو لپاره له افغانستان سره ستراتيژيکو همکاريو ته ادامه ورکوي.))
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن