ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: طالبان زموږ دښمنان نه دي

امريکا: طالبان زموږ دښمنان نه دي

author avatar
20 Dec 2011 - 14:13
امريکا: طالبان زموږ دښمنان نه دي
author avatar
20 Dec 2011 - 14:13

واشنګټن (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): د وسله والو طالبانو په اړه د امريکا د متحدو ايالتونو د تګلارې په بدلېدو سره په اشاره د امريکا مرستيال ولسمشر ويلي، چې د سپټمبر د١١مې له پېښې مخکې د کابل واکمنان د دوى دښمنان نه دي.

د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن دغه څرګندونې له نيوز ويک مجلې سره په يوه مرکه کې کړې، چې په دې وروستيو کې يې خپرې کړې دي.

د جوبايډن له دغو څرګندونو وروسته د امريکا سپينې ماڼۍ هم په ډاګه کړې، چې د طالبانو له منځه وړل د دوى موخه نه ده.

هغه زياته کړې: ((وګورئ! طالبان په خپل ذات کې زموږ دښمنان نه دي، که څه هم دا ډېره خطرناکه خبره ده.))

جوبايډن ويلي، چې تر اوسه دوى داسې هېڅ اعلاميه نه ده خپره کړې، چې د امريکا ملي ګټو ته د ګواښنې له امله د امريکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې طالبانو ته دښمنان ويلي وي.

خو د امريکا مرستيال ولسمشر دا هم وايي، چې په حقيقت کې طالبان په دې توانېدلاى شي، چې يو فعال او شته حکومت له منځه يوسي، داسې حکومت، چې له امريکا سره د هغې د ضرر رسوونکو په له منځه وړلو کې همکار دى.

بايډن زياته کړې: ((څوک چې موږ ته ضرر رسول غواړي، نو دا په رښتيا زموږ لپاره يوه ستونزه ده.))

بلخوا د سپينې ماڼۍ وياند جاى کارني د جوبايډن د څرګندونو په اړه وايي، چې د مرستيال ولسمشر څرګندونې په اصل کې د سولې پروسې ته اشاره کول وو.

هغه زياته کړې: ((طالبان په خپل ذات کې، چې موږ ورسره په جنګ کې يو، د هغوى له منځه وړل اصلي مسئله نه ده.))

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، اصلي موخه دا ده، چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د اعلانولو پر مهال په ډاګه کړې او هغه دا چې لومړى اصل د القاعدې پاشل، ټوټه کول، په پاى کې ورته ماتې ورکول دي او د همدې لپاره د امريکا مبارزه روانه ده.

د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن له نيوز ويک سره په دې مرکه کې ويلي، چې امريکا له افغان حکومت سره په ګډه د پخلاينې پر پروسې کار کوي.

هغه زياته کړې: ((دا چې دا پروسه به کار ورکړي او کنه، دا بيا جلا پوښتنه ده.))

جوبايډن ويلي، چې دوى د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي، خو له طالبانو سره د سولې په موخه شرايط څرګند دي او هغه دا چې له القاعدې سره اړيکې پرې کړي، د افغانستان اساسي حقوق ومني او بشري حقونو ته درناوى ولري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.