ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې ماين خښونکي ونيول شول

درې ماين خښونکي ونيول شول

author avatar
20 Dec 2011 - 11:56
درې ماين خښونکي ونيول شول
author avatar
20 Dec 2011 - 11:56

فراه (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې درې تنه هغه مهال ونيول شول، چې د ماين په خښولو بوخت وو. د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد غوث ملیار (د ليندۍ ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه درې تنه تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ د شيوان په سيمه کې د پوليسو له خوا ونيول شول.

هغه زياته کړه، چې له هغوى څخه دوه ميله کلاشينکوفونه او يو ريموټ کنټرول ماين هم ترلاسه شوي دي.

مليار وايي، چې نيول شوو کسانو په لومړيو پوښتنو کې پر خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې دوى د مخالفينو له خوا دغه کار ته ګومارل شوي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې دغه ماين په نوموړې سيمه کې د پوليسو او بهرنيو ځواکونو کاروان ته تر يوه پولګوټي لاندې اېښودل کېده.

د شيوان د سيمې يوه اوسېدونکي ظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل: «درې تنه مخ پټي، چې غوښتل په کلنګ او بېل باندې ځمکه کډۍ کړي، د پوليسو له خوا ونيول شول.»

هغه زياته کړه، چې که دغه ځاى پرځاى شوى ماين چاودېدلى واى، معلومه نه وه، چې څومره تلفات او زيان به يې اړولى و.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت هم د خلکو په همکارۍ يو ځاى پرځاى شوى ماين تر يوه پلګوټي لاندې د بالابلوک ولسوالۍ په مرکز کې د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړاى شو.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.