کابل (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): د مسکراتو او نشه يي توکو د جرمونو د استيناف محکمې لسو تنو ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور د ١٥ تر ٢٠ کلونو د بند سزا واوروله.
دغه مطلب د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز مطبوعاتي مسؤول احمد خالد مؤحد نن (د ليندۍ ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړ.
د مؤحد په وينا، دغه لس تنه د هرات، هلمند، بدخشان، کندهار، بغلان او ميدان وردگو ولايتونو اوسېدونکي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد کسان په ټوليز ډول له څه باندې ٨٧ کيلوګرامه هيرويينو او ٤٧٥ کيلوګرامه ترياکو سره نيول شوي او نشه يي توکي ترې ضبط شوي دي.
مؤحد زياته کړه، چې د مسکراتو او نشه يي توکو د جرمونو د استيناف محکمې قضايي پلاوي په ډاګه کړه، چې د يادو کسانو قضيې د وروستۍ پرېکړې لپاره د سترې محکمې د عامه امنيت دېوان ته لېږل کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د روان کال د اتو مياشتو په اوږدو کې د مسکراتو او نشه يي توکو د جرمونو د استيناف محکمې له خوا ٤٤٤ تنه د مسکراتو او نشه يي توکو د قاچاق په جرم پر سزا محکوم شوي او اوه تنو نورو د لازمو دلايلو د نشتوالي له امله برائت ترلاسه کړى دى.
Visits: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن