چغچران، ترينکوټ (پژواک ٢ مرغومى ٩٠): په غور او اروزګان ولايتونو کې د نښتو په ترڅ کې درې پوليس ټپيان او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غور ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته له تېرې شپې راپدېخوا په تيوره ولسوالۍ کې پيل او تر نن سهاره يې دوام وکړ.
د غور امنيه قوماندان مل پاسوال خدايار قدسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نښته هغه مهال پيل شوه، چې وسله والو طالبانو د تيوره ولسوالۍ د خواجه غار پر امنيتي پوستې بريد وکړ.
د هغه په وينا، په دې نښته کې درې پوليس ټپيان شوي او يو وسله وال طالب هم وژل شوى، چې مړى يې د نښتې په سيمه کې پاتې دى.
قدسي زياته کړه، چې د پوليسو ټپيان د دولينه ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه بلل شوى دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل: “طالبانو پر پوستې بريد وکړ او پوليسو ورسره مقابله وکړه.”
د هغه په وينا، په سيمه کې يو مړى پاتې و او د پوليسو درې ټپيان يې ليدلي دي، چې نن سهار د نورو پوليسو له خوا لېږدول کېدل.
د يوه بل خبر له مخې، د ترينکوټ ښار د مهراباد په سيمه کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونه د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول.
د اروزګان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک ته وويل، چې دغه نښته نن سهار هغه مهال پيل شوه، چې پوليس د ترينکوټ د مهراباد په سيمه کې پر چاڼيزو عملياتو بوخت وو.
د هغه په وينا، په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او يو وسله وال طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
عايل زياته کړه، چې د يادو شويو عملياتو په پايله کې، يوه اندازه سپکه او درنه وسله هم د پوليسو منګولو ته لوېدلې ده؛ خو د دې وسلو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن