ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سکرو ډبرو په کان کې اورلګېدنې د ١١تنو ژوند واخيست

د سکرو ډبرو په کان کې اورلګېدنې د ١١تنو ژوند واخيست

author avatar
24 Dec 2011 - 12:14
د سکرو ډبرو په کان کې اورلګېدنې د ١١تنو ژوند واخيست
author avatar
24 Dec 2011 - 12:14

پلخمري(پژواک ٣ مرغومى  ٩٠):د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان په يوه سمڅه کې ،د اورلګېدنې له امله،يولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 دنهرين ولسوال فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل،چې داپېښه نن سهار(دمرغومي په٣مه)ددې ولسوالۍ په چنارک سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

 دنوموړي په وينا،دې کسانو په غيرفني ډول له کان څخه د ډبروسکاره را وېستل، نو ښايي له دې امله په سمڅه کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې وي.

  هغه زياته کړه،چې په دې پېښه کې ١١ تنو ژوند له لاسه ورکړى دى.

 په شمال کې د سکرو ډبرو دکانونو مشر عبدالخالق پژواک ته وويل،،چې تر اوسه د اوو کسانو مړي له کان څخه را وېستل شوي دي.

 هغه وويل ، دوى هڅه کوي،دې سمڅې ته چې ٤٠٠ متره اوږدوالى لري ،دهوا په لېږد سره څلور پاتې مړي هم را وباسي.

 د سرچينې دمعلوماتو له مخې،د اورلګېدنې په پايله کې د سکرو غاز په سمڅه کې خپور شوى او ددې کسانو د مړينې لامل شوى دى.

 حسن علي چې په يوه بل کان کې دسکرو ډبرو په را وېستلو لګيا و، پژواک ته يې وويل: (( ما د ٥٠٠ مترو په واټن په يوبل کان کې کار کاوه،چې خبر شوم دچنارک کان رالوېدلى دى.))

 دهغه په وينا،کان ته دننه شوي کسان له ١١تنو زيات و ،خوتر اوسه يې ١١ تنه را وېستلي دي.

 د يادونې ده،چې نهرين ولسوالۍ د سکرو ډبرو دوه کانونه لري،چې دولت او چارواکيو خلکو ته ددې کانونو د استخراج اجازه ورکړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.