ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شرابو څښلو له امله پنځه ځوانان مړه شول

د شرابو څښلو له امله پنځه ځوانان مړه شول

author avatar
24 Dec 2011 - 12:01
د شرابو څښلو له امله پنځه ځوانان مړه شول
author avatar
24 Dec 2011 - 12:01

کابل (پژواک ٣ مرغومى ٩٠): په کابل ښار کې د يوې خوښۍ د مراسمو پر مهال د شرابو څښولو له امله پنځه تنه مړه او ١٦ نور په بېلابېلو روغتونونو کې بستر شوي، خو د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.

د عيني شاهدانو په وينا، دغه پېښه تېره شپه د يوې کوژدې په مراسمو کې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د هستوګنې په يوه کور کې رامنځته شوه.

د دغو مراسمو يوګډونوال اسدالله نن سهار (د مرغومي درېيمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، ٢١ ځوانان،چې په يوه خونه کې راغونډ شوي وو،د زهرجنو شرابو تر څښلو وروسته، مسموم شول.

هغه وايې، چې دغه ځوانان د کابل ښار بېلابېلو روغتونونو ته يوړل شول، خو له دې ډلې څلورو تنو ساه ورکړه.

اسدالله وويل، چې د ده ٢٦ کلن اوښي هم شراب څښلي و او په روغتون کې يې ساه ورکړه.

دغه ځوان د شپږو تنو نورو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ بللى دى، چې هغوى د ډاکترانو د لارښوونې له مخې، د درملنې لپاره پاکستان ته لېږدول شوي دي.

خو د محمدسليم مشر ورور احمدزي، چې د کوژدې مراسم يې وو، وويل : د ده کشر ورور، چې د درملنې لپاره پېښور ته لېږدول کېده، نن ترغرمې مخکې يې تورخم ته نږدې ساه ورکړه او مړى يې اوس کابل ته په لاره دى.

هغه، چې د دې پېښې د يوه بل قرباني، چې د ده د ترور زوى و، د جنازې په مراسمو کې ژړل، پژواک ته وويل: “موږ له چاسره دښمني نه لرو، خو ځوانانو يوه بې عقلي وکړه، چې سرحد يې دې ځاى ته را ورسېد.”

د قابلباى د جامع جومات ملا امام مولوى صبغت الله، چې د دغه ځوان د خښېدو په مراسمو کې يې وعظ کاوه او ويل يې، چې که چېرې سپين ږيري نه واى راغلي او ده ته يې عذر نه واى کړى، د دې مړي د جنازې لمونځ به يې نه واى ادا کړى.

هغه زياته کړه، چې درې کاله مخکې، د قابلباى خلکو ژمنه وکړه، چې د خوښۍ په مراسمو کې به ټنګ ټکور نه جوړوي، ځکه چې د شراب څښلو او جنګ جګړې سبب کېږي، بايد خلک خپله ژمنه نوې کړي او په خپلو محفلونو کې ټنګ ټکور جوړ نه کړي.

محمدضيا، د سيمې وکيل وويل، شاوخوا دېرش ځوانان، چې په يوه سطل کې يې د الوبالو له اوبو سره شراب ګډ کړي وو، د هغو په څښلو سره پنځه تنه مړه شول او نور روغتونونو ته يوړل شول.

د کابل ښار د روغتونونو رييس ډاکتر کبير اميري وايي، ١١ تنه، چې د دې خوښۍ په مراسمو کې يې ګډون درلود، د ابن سينا روغتون عاجلې څانګې ته وړل شوي، خو په کې د يوه تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

اميري زياته کړه، چې تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دى څرګند، خو ويل کېږي، چې يا د ډېرو شرابو د څښلو له امله او يا هم د زهرجنو خوړو د خوړلو له امله دا پېښه را منځته شوې ده.

د ابن سينا د عاجل روغتون رييس ډاکتر ګلا جان رحمت پژواک ته وويل، چې ١٢ تنه تېره شپه دغه روغتون ته ور وړل شوي و، چې پر زړه بد والي، ضعف او ګنګس توب اخته وو.

هغه زياته کړه، چې د دوى عمرونه د ١٨ څخه تر ٢٢ کلونو پورې وو او ويل يې، چې د الوبالو جوس يې څـښلي دي.

ډاکتررحمت وايي چې هغوى د معدې تروېنځلو وروسته نن له روغتون څخه رخصت کړاى شول.

د کابل د١٠١ اسمايي زون د جنايي تحقيقاتو رييس مل پاسوال محمد ظاهر پژواک ته وويل، چې د لومړنيو څېړنو له مخې، يو شمېر ځوانانو د قابلباى په سيمه کې د شپې له خوا د کوژدې په مراسمو کې الکولي مشروب څښلي وو، چې د هغې له امله څلور تنه مړه او لس نور روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه وايي، چې د دې پېښې بشپړ راپور به د پوليسو تر څېړنو وروسته روښانه شي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.