کندهار ( پژواک ٤ مرغومى ٩٠ ) : افغان او نړيوالو ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د څه کم يوولس ټنو نشه يي توکيو د ترلاسه کولو خبر ورکړ.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا د مرغومي په څلورمه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې ياد توکي يې د کندهار له سپين بولدک او پنجوايي ولسواليو څخه ترلاسه کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې تېره ورځ افغان او ايساف ځواکونو په سپين بولدک کې د عملياتو پر مهال د نشه يي توکيو يوه زېرمه کشف کړه، چې پکې لس زره کيلو ګرامه چرس ځاى پر ځاى شوي و.
نوموړي وويل چې له دې توکيو سره د تړاو په تور يوتن نيول شوى او پوښتنې ترې روانې دي.
دغه راز د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي چې ګډو ځواکونو ددې ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې هم د عملياتو پر مهال ١٣٦ کيلو ګرامه چرس ترلاسه کړي دي.
د ايساف په يوه بله خبرپاڼه کې هم راغلي چې دکندهار په دامان ولسوالۍ کې يې ٤٥٠ کيلو ګرامه چرس ترلاسه کړي او سوځولي دي.
خبرپاڼه کاږي چې په دې عملياتو کې ترلاسه شوي نشه يي توکي په سيمه کې وسوځول شول.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي هم په دامان، پنجوايي او سپين بولدک کې ترلاسه شوي نشه يي توکي تاييد کړل.
ديادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په زياته کچه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
په تېرو دوو اونيو کې په کندهار ولايت کې شاوخوا پنځه ټنه نشه يي توکي ترلاسه شوي و ، دغه راز په ننګرهار ولايت کې هم له يو ټن څخه زيات نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن