ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اندړو كې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

په اندړو كې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
26 Dec 2011 - 10:54
په اندړو كې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
26 Dec 2011 - 10:54

 غزني ښار (پژواك ۵ مرغومى ۹۰): د غزني په اندړو ولسوالۍ كې د ملي اردو له سرتېرو سره په جګړه كې پرون ماښام دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپي شوي، د هغو وسلې او يو ماين هم د اردو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

په غزني كې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داوود شاه وفادار وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې په سيمه كې ماين خښوونكي د اردو له ګزمې سره مخ شول.

وفادار د مرغومي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وژل شويو وسله والو مړي د هغو يو ار پي جي راکټ او درې مرمۍ يې، يو کلاشينکوف او يو ماين، چې په ٢٥ کيلويي پلاستيکي بوشکه کې جوړ شوى و، د اردو لاس ته ورغلي دي.

نوموړى زياتوي، چې دغې نښتې نيم ساعت دوام درلود او د ملي اردو سرتېرو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى.

د ابو كلا سيمه له مركز غزني شاوخوا څلوېښت كيلومتره لرې، د كابلكندهار د لويې لارې پر سر پرته ده او له دې پخوا هم په دې سيمه کې پر اکمالاتي کاروانونو بريدونه او د سړک د غاړې ماين چاودنې رامنځته شوې دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم د پېښي پخلى كوي او زياتوي، چې له اردو سره په جګړه كې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسلې يې هم دولتي ځواکونو ته په لاس ورغلې دي.

وسله وال طالبان دا مني، چې د ابو كلا په سيمه كې د دوى د وسله والو او اردو تر منځ جګړه شوې، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ادعا ردوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.