واشنگتن (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): امريکايي چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو د مشر ملا محمدعمر هېڅ کله د امريکا د څارګرې ادارې (اېف، بي ،اى) د مطلوبو کسانو په ليست کې نه و، خو هغه تر اوسه هم امريکا ته يو مطلوب کس دى او د لس ميليون ډالرو هغه انعام چې د ده د نيولو يا وژلو لپاره د معلوماتو پر سر ټاکل شوى و، تر اوسه هم پر خپل ځاى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې په رسنيو کې په دې اړه راپورونه تېره ورځ د امريکا د څارګرې ادارې (اېف، بي، اى) د تور ليست له مخې خپاره شوي وو.
اېف، بي، اى د هغو کسانو ليست د مطلوبو کسانو په ډول له ځان سره لري، چې د امريکا د متحدو ايالتونو په دننه کې د بريدونو مسوول وي.
د امريکا د فدرالي څارګرې ادارې (اېف، بي، اى) يوه وياند وويل، د دې ادارې د مطلوبو کسانو له ليست څخه د ملامحمد عمر د نوم د لرې کولو پوښتنه ځکه نه پيدا کېږي؛ چې د ده نوم هېڅکله په دغه ليست کې ورګډ شوى نه دى.
خو سرچينې زياته کړه، چې د ملا محمدعمر نوم تر اوسه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د (عدالت لپاره د انعام ) R.F.J پروګرام په ترڅ کې د مطلوبو کسانو په ليست کې شته دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعام پروګرام د هغ، معلوماتو لپاره، چې د ملاعمر د نيولو يا وژلو لامل شي، لس ميليون ډالر انعام ټاکلى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي د ځينو پاکستانۍ رسنيو د هغه راپورونو په اړه چې ګواکې د ملاعمر نوم د امريکا د متحده ايالتونو له تور ليست څخه لرې شوى دى، د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې (د عدالت لپاره د انعام) تر نامه لاندې د دغه وزارت په ليست کې د ملاعمر په اړه هېڅ بدلون نه دى راغلى.
د عدالت لپاره د انعام په انترنټي ويبپاڼه کې ليکل شوي، چې امريکايي عمليات د طالبانو د رژيم د رانسکورېدو سبب شول، خو ملا عمر تر اوسه امريکا او د هغې متحدينو ته د يوه جدي ګواښ بڼه لري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن