غزني ښار (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): د غزني د ولايتي ادارو له چارواکو د پرمختيايي چارو په برخه کې د کلني راپور د اخيستلو لړۍ پيل شوه.
د دې لړۍ په پيل کې د غزني والي موسي خان اکبرزاده د روان لمريز کال د پرمختياوو او پروژو په اړه معلومات ورکړل.
هغه په غزني کې پرمختيايي کارونه ښه وبلل او د راتلونکي کال لپاره يې د مرکز په ګډون په اتو ولسواليو، ده يک، اندړ، مقر، جاغوري، مالستان او خواجه عمري کې د پرمختيايي پروژو د پيل خبر ورکړ.
نوموړي وويل، په پام کې وه، چې ياد پروګرام د ليندۍ مياشتې له ١٥مې نېټې څخه پيل کړي، خو د ځينو ستونزو له امله ونه توانېدل او نن پيل شو، چې د مرغومي تر وروستيو به ټول رييسان په خپل وار د خپلو کاري پرمختګونو را پور ورکوي.
د والي په خبره، لومړى تر راتلونکي يوې نيمې مياشتې پورې به د غزني د ټولو دولتي ادارو مشران خپل کلنى راپور ولايتي ادارې ته وړاندې کړي او له هغې وروسته به يې تر يوې نيمې مياشتې پورې رسنيو ته ورکړي.
د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز هم دغه پروګرام اغېزمن وباله او زياته يې کړه، چې د لومړي ځل لپاره د کلني راپور اخيستل د ولايتي ادارې نوښت دى.
د هغه په وينا، د چارواکو له کړنو د خلکو خبرول د کار د پرمختګ لامل کېږي او دغه کار کولاى شي ولس پر حکومت نور هم باوري کړي.
د غزني والي په ځينو پروژو کې د نيمګړتياوو او ځنډ علتونه هم په ګوته کړل، چې لامل يې د شرکتونو نيمګړتيا او کمزوري وبلله.
د غزني د پوهنې رييس حسني مبارک عزيزي، هم د کلني راپور وړاندې کول، په چارو کې د روڼوالي او اغېزمنتوب لپاره ګټور وباله.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې کلنى راپور د چارواکو ستونزې او په کارونو کې يې نيمګړتياوې هواروي.
د يادونې ده، دغه لومړى ځل دى، چې د غزني د ولايتي ادارې له لوري له چارواکو د کلني راپور د اخيستلو پروګرام پيليږي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن