کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) په افغانستان کې د خپلو درېيو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په اومه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړ شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېري يې پرون د افغانستان په ختيځ کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.
د ايساف په خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى ياد شوى.
خو بايد وويل شي، چې د افغانستان په ختيځ کې د ايساف امريکايي سرتېري مېشت دي.
د روان زېږديز کال له پيله راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناټو ٥٦١ سرتېري وژل شوي، چې ٤١٣ امريکايي، ٤٠ بريتانوي او پاتې ١٠٠ يې د ايساف اړوند نورو هېوادونو سرتېري دي.
تېر کال په هېواد کې ٧١١ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن