کندهارښار (پژواک ٨ مرغومى ٩٠): افغان او ايساف ګډو ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د دوو طالب قوماندانانو او د زر کيلو ګرامه نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړ.
په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په اتمه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان او ايساف ځواکونو پرون د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال د نشه يي توکو زېرمه کشف کړه.
سرچينې زياته کړې، چې ګډو ځواکونو له دې زېرمې يو ټن (زر کيلو ګرامه) چرس ترلاسه او په همدې سيمه کې يې له منځه يوړل.
د يادونې ده، چې په تېرو دوو اونيو کې ايساف او افغان ګډو ځواکونو د کندهار په بېلابېلو سيمو کې له پنځو ټنو څخه زيات نشه يي توکي نيولي، چې ډېرى يې چرس دي.
د ايساف په دې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې ګډو ځواکونو دکندهار په غورک ولسوالۍ او د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې دوه طالب قوماندانان نيولي دي.
سرچينې ادعا کړې، چې ياد طالبان د سړک جوړونې پر ساتونکو او کار کوونکو، ماينونو ښخولو او نورو ورانکارو کړنو کې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن