ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې څلور پوليس ټپيان شول

په ننګرهار کې څلور پوليس ټپيان شول

author avatar
29 Dec 2011 - 14:05
په ننګرهار کې څلور پوليس ټپيان شول
author avatar
29 Dec 2011 - 14:05

جلال اباد (پژواک ٨ مرغومى ٩٠): په ننګرهار ولايت کې د دوو چاودنو له امله څلور پوليس ټپيان شول.

لومړۍ چاودنه نن (د مرغومي اتمه: سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ د باريکاو پله ته څېرمه د سرحدي پوليسو پر موټر وشوه.

په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندانۍ وياند ادريس مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په د ريموټ کنټرول په وسيله په رامنځته شوې دې چاودنه کې دوه سرحدي پوليس ټپي او موټر يې ويجاړ شوى دى.

دويمه چاودنه نن له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې د جلال اباد ښار د لغمان زړې اډې ته څېرمه په سعيد مارکېټ کې وشوه.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې دوه تنه ټپي شوي دي.

د محمد طاهر په نوم يوه ټپي پژواک اژانس ته وويل، چې دى د شېرزادو ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ کې کارمند دى او بل ملګرى يې، چې په سرحدي پوليسو کې دنده لري، د دغه مارکېټ په يوه خونه کې اوسېږي.

هغه زياتوي، چې نن له غرمې مخکې په داسې حال کې، چې دوى له خپلې خونې و وتل، ناڅاپه چاودنه وشوه، چې له امله يې دى او بل ملګرى يې ټپي شول.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر باز محمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې دوى ته دوه ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د ياد مارکېټ منشي پژواک اژانس ته و ويل، چې چاودېدونکي توکي د يوې خونې د دروازې مخې ته ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه وايي، چې د چاودنې له امله د مارکېټ ګڼ شمېر خونو او دوکانونو ښيښې او کړکۍ هم ماتې شوې دي.

وسله والو طالبانو د بټي کوټ د چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې چاودنه کې څلور سرحدي پوليس وژل شوي او موټر يې له منځه وړل شوى دى.

خو نوموړي د جلال اباد ښار د چاودنې په اړه معلومات نه درلودل.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.