ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي او تخنيکي مرستو تړون لاسليک شو

د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي او تخنيکي مرستو تړون لاسليک شو

author avatar
31 Dec 2011 - 19:31
د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي او تخنيکي مرستو تړون لاسليک شو
author avatar
31 Dec 2011 - 19:31

کابل (پژواک١٠مرغومى ٩٠): د افغانستان او چين ترمنځ د ٢٣،٥ ميليونو ډالرو په ارزښت نن د دوه اړخيزه اقتصادي همکاريو او تخنيکي مرستو تړون لاسليک شو.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلاعوضه مرستو ياد شوى تړون، نن (د مرغومي لسمه) په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول او په کابل کې د چين سفير زيو فيهونګ (Xu Feihong) ترمنځ لاسليک شو.

 د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا تړون له افغانستان سره د چين د خلکو د مرستې يوه برخه ده.  

خبرپاڼه زياتوي چې د دې تړون له مخې، مرستې به د دواړو هېوادونو په مشوره په پروژو ولګول شي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې په کابل کې د جمهوريت روغتون تجهيزول، د پروان د اوبو لګولو کانال بيارغونه، د ارګ په محوطه کې د کنفرانسونو د تالار جوړول، د پوهنې وزارت د علومو او ټکنالوژۍ د ملي مرکز جوړول، د لوړو زده کړو وزارت د مېلمستون بيارغونه، په کابل پوهنتون کې د چينايي ژبې د څانګې د ودانۍ جوړول او د عامې روغتيا له وزارت سره د ١٠٠ امبولانسونو مرسته شامله ده. 

 خبرپاڼه زياتوي چې د چين ولسي جمهوريت، له ٢٠٠١ کال راهيسې افغانستان سره د بيارغونې په برخه کې ٢٠٠ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.