کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): د فرانسې دفاع وزير ګيرارډ لونګوېټ د مرغومي په ١٠مه کابل ته را ورسېد.
د فرانسې د خبري اژانس (فرانس پريس) د راپور له مخې، چې د دغه هېواد دفاع وزير به د نوي کال مراسم په افغانستان کې له مېشتو خپلو سرتېرو سره ونمانځي.
سرچينې زياته کړې، چې د دفاع وزير ګيرارډ لونګوېټ د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د ملي دفاع له وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ سره هم ګوري.
ټاکل شوې، چې د فرانسې د دفاع وزير به په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان الن سره هم ليدنه وکړي.
د فرانسې دفاع وزير په داسې حال کې افغانستان ته راغلى دى، چې دوه ورځې مخکې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د يوه سرتېري په ډزو د ايساف دوه فرانسوي سرتېري و وژل شول.
فرانسه په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې ٣٦٠٠ سرتېري لري، چې ډېرى يې په کاپيسا او کابل ولايتونو کې مېشت دي.
تر اوسه په افغانستان کې د فرانسې ٧٨ سرتېري وژل شوي دي.
فرانسې لا د مخه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو اعلان کړى دى، د دغه اعلان له مخې په ٢٠١١ زېږديز کال کې فرانسې له افغانستان څخه خپل ٤٠٠ سرتېري و ايستل.
په ٢٠١١ زېږديز کال کې فرانسې په افغانستان کې ٢٦ سرتېري له لاسه ورکړي، چې په تېره لس کلنه جګړه کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن