ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال د بهرنۍ پانګونې په کچه کې ٣٦ ميليونه ډالره کموالى راغلى دى

author avatar
31 Dec 2011 - 17:50
author avatar
31 Dec 2011 - 17:50

کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): په ٢٠١١ زېږديز کال کې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې په کچه کې ٣٦ ميليونه امريکايي ډالره کموالى راغلى دى.

 دغه څرګندونې په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) پانګونې ته د هڅونې څانګې مشر روح الله احمدزي د مرغومې په لسمه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې په ٢٠١١ کال کې هم، د تېر کال په څېر په افغانستان کې شاوخوا ٤٦٦ ميليونه امريکايي ډالره پانګونې شوې ده.  

د سرچينې د څرګندونو له مخې، له يادې شوې پانګونې څخه په ٢٠١١ کال کې شاوخوا ١٧١ ميليونه ډالره بهرنۍ پانګونه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د بهرنيو پانګونو کچه ٢٠٧ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېده.

هغه د ٢٠١٠ زېږديز کال په پرتله په ٢٠١١ کال کې د بهرنۍ پانګونې کچې د کموالي لامل، له بهرنيانو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د  لېږد پيل وباله.

احمدزي په دې اړه وويل: ((دا چې په ٢٠١١ کال کې افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد پروسه پيل شوه، د بهرنيو پانګوالو پر پانګونې يې منفي اغېز کړى دى.))

احمدزي وويل، چې په ٢٠١١ کال کې په ټوليزه توګه ډېره پانګونه د خدمتونو په برخه کې شوې ده؛ خو تېر کال ډېره پانګونه په ودانيزو چارو کې شوې وه.

د ده په وينا، د پوره امنيت نه شتون په هېواد کې هغه ستونزه ده، چې له کلونو راهيسې پانګوال ورسره مخ دي او په تېر کال کې هم دا ستونزه پر ځاى وه.

  هغه هيله څرګنده کړه، چې په  ٢٠١٢ زېږديز کال کې به امنيتي وضعيت ښه او ورسره به د  پانګونې کچه لوړه شي.

د پژواک خبري اژانس د کلنيو راپورونو له مخې، په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې ١،١٧ ميليارده ډالره، په  ٢٠٠٨ کال کې ٣٩٢ ميليونه ډالره، په ٢٠٠٧ کال کې ٥٠٠ ميليونه ډالره، په ٢٠٠٦ کال کې تر يو ميليارد ډالره زياته او په ٢٠٠٥ زېږديز کال کې ٥٧٠ ميليونه ډالره پانګونه شوې وه.

 د ايسا د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په ټوليزه توګه په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ٥،٢ ميليارده امريکايي ډالره پانګونه شوې ده.

 د سرچينې په وينا، دا مهال په ياده شوې اداره کې شاوخوا ٢٠زره شرکتونه راجستر شوي، چې څه باندې ٣٢ سلنه يې بهرني دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.