ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت د څلورو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ شو

د دولت د څلورو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ شو

author avatar
2 Jan 2012 - 15:19
د دولت د څلورو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ شو
author avatar
2 Jan 2012 - 15:19

اسعداباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): د کونړ په نرنګ او مرورې ولسواليو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د دولت څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او يوه مېرمنه ټپي شوې ده.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د پلې لوا وياند جګړن شېرين اغا د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې د نرنګ ولسوالۍ په باډيل دره کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په دوه ورځنيو ګډو عملياتو کې دوه طالب قوماندانان، چې نعمت الله او شفيع الله نومېدل، وژل شوي او يوه مېرمن ټپي شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په مرورې ولسوالۍ کې هم په ورته عملياتو کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

نوموړى وايي، چې په نوموړو ولسواليو کې ياد عمليات پاى ته رسېدلي، ګډو ځواکونو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى، خو په باډېل دره کې د يوې مېرمنې د ټپي کېدو پخلى کوي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا نه مني، چې په مروره ولسوالۍ کې يې ملګرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د باډيل د عملياتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.