ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې له پروسې سره يوځاى شوى طالب قوماندان و وژل شو

د سولې له پروسې سره يوځاى شوى طالب قوماندان و وژل شو

author avatar
2 Jan 2012 - 15:08
د سولې له پروسې سره يوځاى شوى طالب قوماندان و وژل شو
author avatar
2 Jan 2012 - 15:08

جلال اباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د سولې له پروسې سره يوځاى شوى طالب قوماندان و وژل شو.

د شېرزادو ولسوال مرزا محمد نصرت د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې د اصيل په نوم پخوانى طالب قوماندان نن غرمه پر يوه بجه د يوې جرګې په ترڅ کې و وژل شو.

هغه زياته کړه، چې په سيمه کې د شوکاڼي قيمتي ډبرو د ملکيت په اړه د سيمې د اوسېدونکو تر منځ جرګه روانه وه، چې په ترڅ کې يې لفظي شخړه رامنځته شوه.

ولسوال و ويل، چې په سيمه کې د داوود په نوم د يوه پخواني جهادي قوماندان ورور پر اصيل ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.

مرزا محمد نصرت وايي، چې وژل شوي قوماندان په سيمه کې د يوې ډله وسلوالو طالبانو مشري کوله او څو مياشتې مخکې د والي ګل اغا شېرزي په هلوځلو له دولت سره يوځاى شوى و.

د شېرمحمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته و ويل، چې قوماندان اصيل له يوځاى کېدو مخکې په سيمه کې د شاوخوا ٥٠٠ طالبانو مشري کوله.

د هغه په وينا، تېر کال د کوکنارو د اړولو پر مهال د رامنځته شوې نښتې له امله د قوماندان اصيل د وسله والو کسانو له خوا دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبله اوښتې وه.

نوموړى وايي، چې په تېره روژه کې قوماندان اصيل د والي ګل اغا شېرزي په هلوځلو له خپلو ٢٠ ملګرو سره د سولې له پروسې سره يوځاى شو او اوسمهال يې په سيمه کې د يوه عادي وګړي په توګه ژوند کاوه.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته و ويل، چې اصيل له خپل ګڼ شمېر ملګرو سره له دولت سره يوځاى شو او له هر ډول تاوتريخوالي څخه يې لاس اخيستى و.

د هغه په وينا، والي ګل اغا شېرزي اړوند ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.