ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړه

يوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړه

author avatar
2 Jan 2012 - 10:32
يوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړه
author avatar
2 Jan 2012 - 10:32

جلال اباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې نن سهار يوه ‌ځانمرګي بريد کوونکي موخې ته له رسېدو مخکې ځان ته چاونه ورکړه.

د بهسودو ولسوال نعمت الله نورزي د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ٩ بجې او ٣٠ دقيقې د بهسود ولسوالۍ اړوند قاسم اباد سيمې ته څېرمه د پاينده خېلو په سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، دغه ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل په قاسم اباد سيمه کې د پوليسو پر يوه مرکز، چې نوى د جوړولو په حال کې دى، بريد ترسره کړي.

خو ولسوال و ويل، چې دغه بريد کوونکي موخې ته تر رسېدو مخکې د وارخطايۍ له امله ځان ته چاودنه ورکړې ده.

نوموړى وايي، چې په دې چاودنه کې په خپله بريد کوونکى وژل شوى او د ښوونځي يو ماشوم، چې ښوونځي ته پر لاره و، ټپي شوى دى.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته و ويل، چې دوى ته يو ټپي ماشوم ور وړل شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د نصرالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته و ويل، دوى په کور کې وو، چې ناڅاپه يې د سختې چاودنې غږ واورېد.

د هغه په وينا، کله چې له کوره ور و وتل، نو ويې وليدل، چې د پېښې په سيمه کې د يو تن مړى پروت و او ټپي د سيمې د اوسېدونکو له خوا روغتون ته ولېږدول شول.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.